غزني کې د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۳:۳
غزني کې د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې په پار هڅې

۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی ګلاب الدین «ذبیح الله» د یاد ولایت د مرکز سفندي کلي له بزګرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل.
د غزني دکرنې رییس مولوی ګلاب الدین «ذبیح الله» له بڼونو څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل: «د غزني ډېری وکړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دی، زموږ اصلي موخه د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او د حاصلاتو د دزیاتوالي له لارې د دوی د عوایدو د کچې لوړول دي.»
په ورته وخت کې د سیمې بزګرانو د کرنې رییس له راتګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ خپلې ستونزې او نظرونه د غزني دکرنې رییس ته وړاندې او خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت