زابل کې د اصلاح شویو تخمونواو کیمیاوي سرو وېش

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۲:۲۷

د زابل ولایت د کرنې ریاست په هڅو او کوښښونو، د «او ایچ ډبلیو» مؤسسې له‌خوا د ایف اې او مؤسسې په مالي ملاتړ د مرکز په ګډون  ۱۱ ولسوالیو کې نږدې درویش زره بزګرانو ته د ۵۰ کیلو غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو تورې سرې او ۵۰ کیلو سپینې سرې د وېش بهیر پیل شو. 
یاد بهیر د ترویج امر مولوي نقیب الله (نجات)، د ترویج عمومي مدیر او د غله‌جاتو مامور په ګډون د ولایت مقام استازي حاجي نصیر په شتون کې افتتاح شو. ترویج امر بزګرانو ته وویل، چې له یادو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو څخه په سمه توګه استفاده وکړي، ترڅو د نورو د احتیاج څخه خلاص شي او ځان بسیاینې ته ورسېږي.
بزګرانو هم ژمنه وکړه، چې یاد تخمونه به په خپلو کروندو کې په سم ډول کري او د زابل د کرنې ریاست له هڅو او کوښښونو څخه یې مننه وکړه، چې هروخت یې د هغوی ملاتړ کړی او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره مرستې کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت