ریشخور کې ستر او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۲/۲۶ - ۹:۲۶
ریشخور کې ستر او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل د ریشخور په ولسوالی کې پر ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی ستر او معیاري مسلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ له خوا پرانیستل شوه او عملاً په کې د څارویو د ذبحې فعالیت پیل شو.
دغه مسلخ چې په معیاري او اسټنډرد ډول جوړه شوې ده د یوه کاري شفت په ترڅ کې د ۱۰۰ غواوو او ۵۰۰ وري او وزو د ذبحې او پروسس وړتیا لري.
ددې مسلخ په پرانیست غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري وویل: «د کرنې وزارت دکرنیزو محصولاتو، طبیعي سرچینو، د اوبو مدیریت، د نباتي ناروغیو کنټرول، او خلکو ته د صحي خوړو او غوښو وړاندې کولو تضمینوونکی دی.» 
مولوی عطا‌ءالله عمري له ناروغیو د پآکو صادراتو او وارداتو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې موږ د قصابانو کسب له دوی څخه نه اخلو بلکه معیاري او روغتیاي غوښې  دوی ته ورکوو. د کابل ښار قصابۍ معیاري نه دي، او په ناپاکو سیمو کې ذبح کوي، دکرنې وزارت له مسوولیتونو څخه یو هم دادی چې خلکو ته صحي غوښې وړاندې کړي.
په همدې حال کې، د کابل ولایت والي مولوی محمد قاسم خالد د کرنې وزارت څخه د مننې ترڅنګ وویل: «ډېر د خوښۍ ځآی، چې په داسې یوه برنامه کې مې ګډون کړی دی، چې ستر او معیاري مسلخ پرانیستل کېږي، او خلکو ته صحي، حلاله او پاکه غوښه عرضه کېږي، موږ د کابل له قصابانو غواړو، چې له مسلخ څخه غوښه واخلي او بازار ته یې وړاندې کړي.»
د کابل ښآروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مولوی محمد خالد سجستاني په دې هکله وويل: «د خوښۍ ځای دی، چې ددې ستر او معیاري مسلخ په پرانیست غونډ کې مې کډون کړی دی، په ډاډ سره وایم، چې د هېوادوالو د اقتصادي ودې په پار له تاسو سره یو، ترڅو د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په همکارۍ دا مسوولیت مخته یوسو.»
د ریشخور مسلخ د ختییځ زون د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس کمپلکس، او د عدنان الهام او مسعود حامد ګډ شرکت ته په اجاره ورکړل شوی دی. ددې مسلخ د فعالیت پیل د قصابیو خوندیتوب، چاپېریال ساتنې، د جانبي محصولاتو بیا ترلاسه کولو، او د غوښو صادراتو ته د زمینې د برابرولو په برخه کې اساسي ونډه لري.

آغاز بهره برداری از مسلخ  بزرگ و معیاری ریشخور 

مسلخ بزرگ  و معیاری در ولسوالی ریشخور ولایت کابل که در ساحه 25 جریب زمین توسط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ساخته شده بود توسط مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت افتتاح شد.
در این مسلخ در یک شفت کاری ظرفیت ذبح و پروسیس 100 گاو و 500 بز و گوسفند وجود دارد که به شکل معیاری و استاندرد ساخته شده است.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در محفل افتتاح این مسلخ گفت:« وزارت زراعت تضمین کننده محصولات زراعتی، منابع طبیعی، مدیریت آب‌ها، کنترول امراض نباتی، غذا صحی و عرضه گوشت صحی به مردم است».
مولوی عطاءالله عمری، ضمن تاکید بر صادرات و واردات عاری از امراض گفت ما از قصابان کسبه را نمی‌گیریم بلکه گوشت را به‌شکل معیاری و صحی آن به دسترس آن‌ها قرار می‌دهیم، قصابی‌های شهر کابل معیاری نیست و در جای ناپاک ذبح می‌کنند، از جمله مسوولیت‌های وزارت زراعت این است تا گوشت صحی به مردم عرضه کند.
در همین حال مولوی محمد قاسم خالد والی ولایت کابل ضمن قدردانی از وزارت زراعت گفت:«جای خیلی خوشحالی است که در یکی از برنامه‌های اشتراک می‌کنم که مسلخ بزرگ افتتاح و گوشت به‌شکل صحی، حلال و پاک به مردم عرضه می‌گردد، ما از قصابان کابل می‌خواهیم تا از مسلخ گوشت گرفته به بازار عرضه کنند.»
مولوی محمد خالد سجستانی معین خدمات شهری شاروالی کابل در این باره گفت:« جای بسا خوشی است که در این برنامه بزرگ افتتاح مسلخ قرار داریم، با اطمینان بخاطر بهتر شدن اقتصاد مردم کشور همراه شما هستیم تا این مسوولیت را به همکاری سکتور خصوصی و وزارت زراعت به پیش ببریم.
مسلخ ریشخور برای کمپلکس تولید و پروسس محصولات زراعتی زون شرق و شرکت مشترک عدنان الهام و مسعود حامد اجاره داده شده است که آغاز فعالیت این مسلخ‌ها در مصون‌سازی قصابی‌ها، حفظ محیط زیست، بازیافت محصولات جانبی و زمینه‌سازی برای صادرات گوشت نقش اساسی دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کرنیزو تخمونو د تصدیق چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره د ازبیکستاني پلاوي لیدنه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ازبیکستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ یوه پلاوي د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو تخمونو د تولید د تصدیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د فاریاب په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ د خاکریز باغکۍ ګنج په اجاره ورکړل شو

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی د باغکۍ ګنج د یو. . .

بازگشت