راستنو شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۲۸
راستنو شویو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون غړی او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزي وزیر ملا محمد عباس اخند، د مالي کمیټي غړي حاجي احمد، د عشر او زکات رییس مولوي شمس الله محمد، د ننګرهار کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزي رییس مولوي سیف الله خالد سره د راستنو شویو کورنیو د ستونزو حل او رسېدنې په پار غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون غړی او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري په عمري مېشت غالي کې پر شته ستونزو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او په دې هکله یې د غونډې کډونوالو سره معلومات شریک کړل.
مولوی فضل الباري فضلي وویل، چې  د لنډمهالې مېشتیدنې کمیټي ۱۴۰۰ خیمي لګولې،  په لسګونه د پاکو اوبو ټانکۍ یې لګولي دي او ترڅنګ یې  په لسګونه تشنابونه او نورې چوبړتیاوې هم برابرې کړي دي.
ښاغلی فضلي وویل، چې عمري کمپ کې دا وسایل کم دی او نوي راغلو کورنیو ته د خیمو لګولو، د کمپ دنقشې ژر تطبیق او نورو خدماتو برابرولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې شته چارواکو او د کمیټو مشرانو په خپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت