د ۲۵۵میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز پورونه منظور شول

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۳:۵۷
د۲۵۵میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز پورونه منظور شول

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې د پراختیا صندوق عالي شورا غونډه، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په مشرۍ او دکرنې د پراختیا صندوق رییس په حضور کې په لاره اچول شوې وه د ۲۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید شول.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د دې شورا د غړو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، د کرنې په برخه کې د پور پر لوړ اهمیت خبرې وکړې او د کرنې د پراختیا صندوق د ونډې ستاینه یې وکړه.
د کرنې د پراختیا صندوق دپلاوې مشر ډاکټر ایمل آرمان، د ټاکل شویو موخو، لاسته راوړنو او کرنیزو سوداګرو ته د پورونو ورکولو، د صعب الحصول پورنونو راټولولو په برخه کې د صندوق د وروستیو پرمختګونو، د برخمن شوی بزګرانو شمېر او نورو اړوندو چارو په هکله د شورا غړو ته مالومات وړاندې کړل.
په دې غونډه کې، د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور دوې غوښتنې او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په ټوله کې دوه پورونه منظور شول، چې دواړه د کرنې په برخه کې فعالو شرکتونو لپاره دي.
له دغو پورنو څخه یو پور د خوړو شرکت ته ومنل شو تر څو کروندګرو څخه غنم وپېري او خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي. دویم پور د کارتن جوړونې یوې فابریکې ته ورکول کېږي، چې په دې پیسې سره به د کارتن جوړولو د چاپ ماشینونه وپېري او د خپلو محصولاتو د کیفیت لوړولو په پار به ترې ګټه پورته کړي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق سترې دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل تردې دمه ۱۳.۴ میلیارډه افغانۍ پور منظور او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو پالنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۱۰.۷ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتیاوو څخه په ۳۲ ولایتونو کې څه باندې ۵۶ زره بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د صندوق یو کلن کاري پلان، د بشري سرچینو اصلاحیه کړن لاره(له یوشمېر بدلونونوسره)، د صندوق بودیجه او د پوروکولو اصلاحیه پالیسۍ هم تایید شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت