د ۱۴۰۲ یم کال پسرلی د هرکلي په پار د بزګر مېله او پسرلني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۱۱
hgjghj

د ۱۴۰۲ یم کال پسرلی د هرکلي په پار د بزګر مېله او پسرلني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ
ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د ۱۴۰۲یم کال پسرلی د هرکلی په پار د بزګر مېله او اته ویشتم کرنیز نندارتون د ۱۴۰۱ ام کال د کب له ۲۴ تر ۲۷ مې نېټې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
په دې نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، ډول ډول نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستګاوې نندارې ته وړاندې کېږي.
بزګران او تولیدوونکي کولی شي، چې ددې نندارتون له لارې د راتلونکو همکاریو په موخه د کرنیزو محصولاتو له صادروونکو، سوداګرو او متشبثینو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي. 
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د محصولاتو د نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د ۱۴۰۱ ام کال د سلواغې له ۱۵ د کب تر ۲۰ مې نېټې پورې وېشل کېږي. په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۸
Background image

کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
Background image

پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د. . .

بازگشت