د ۱۲ لایتونو دکرنې رییسانو سره د عوایدو راټولولو په پار غونډه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۲:۴۶
د ۱۲ لایتونو دکرنې رییسانو سره د عوایدو راټولولو په پار غونډه وشوه

۱۷  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د ۱۲ ولایتونو دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو د رییسانو په ګډون دکرنې وزارت د عوایدو راټولولو د همغږۍ غونډه دائره شوه.
دا غونډه چې په انلاین بڼه دائره شوې وه د کاپیسا، پروان، ننگرهار، لغمان، پکتیکا، خوست، نورستان، تخار، سرپل، ارزگان، زابل او کندهار ولایتونو دکرنې ریسانو په انلاین بڼه حضور دلودل. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په دې غونډه کې وویل، دکرنې وزارت مشرتابه ژمن دی، چې عایداتي سرچینې تنظیم او تثبیت او دغه راز نوې عایداتي سرچینې رامنځته کړي:«مون ژمن یو، ددې ترڅنګ چې دکرنې وزارت خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي په یو عایداتي وزارت یې هم بدل کړو، چې لږ تر لږه وکولای شي، چې خپله بودیجه تمویل کړي.»
په همدې حال کې مالي او اداري مرستیال د ولایتونو رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو راتلونکې مالي کال په پلان کې داسې برنامې په پام کې ونیسي، چې د خدماتي ترڅنګ عایداتي هم وي، او دغه راز د خپلو راتلونکې کال په تشکیل کې دکرنې وزارت سره د نویو مدغم شویو ادارو د کارکوونکو ادغام هم په پآم کې ونیسي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د هېواد ټول لګښتونه له کورنیو سرچینو تمویلېږي په همدې موخه د سلامي امارت رهبرۍ ټولو اداراتو ته سپارښتنه کړی، چې پر عایداتي سرچینو کار وکړي.

جلسه جمع آوری عواید با رئسای زراعت دوازده ولایت برگزار شد
۱۶ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
جلسه  انسجام و جمع آوری عواید وزارت زراعت تحت رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری این وزارت با اشتراک رئسای زارعت، آبیاری و مالداری دوازده ولایت برگزار شد.
 این جلسه که به گونه آنلاین با مسوولان زراعت ولایت‌های کاپیسا، پروان، ننگرهار، لغمان، پکتیکا، خوست، نورستان، تخار، سرپل، ارزگان، زابل و کندهار برگزار شده بود در  معین مالی و اداری وزات زراعت از مصمم بودن رهبری وزارت زراعت بر تنظیم منابع عایداتی و تثبیت سرچشمه‌های جدید عایداتی یاد کرده افزود" ما مصمم هستیم تا وزارت زراعت را در کنار اراییه خدمات به یک وزارت عایداتی نیز تبدیل نمایم که بتواند حد اقل بودیجه خود را تمویل کرده بتواند".
در همین حال معین مالی و اداری به رئسای ولایتی هدایت داد تا در پلان مالی سال آینده شان برنامه‌های را در نظر بگیریند که در کنار اینکه خدماتی است عایداتی نیز باشد و همچنان در تشکیل سال آینده خویش موضوع ادغام کارمندان ادارت جدیدا مدغم شده به وزارت زراعت را در نظر بگیرند.
پس حاکمیت ا.ا بر افغانستان تمام مصارف کشور از منابع داخلی تمویل می‌گردد بنا نظر به هدایت رهبری امارت اسلامی تا تمام ادارات بالای پروژه های عایداتی کار نمانید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو له اجارې څخه څه باندې ۴۱۶ زره افغانۍ عواید راټول شوي


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت مسؤلین وايي، چې د کندهار په درېیو ولسوالیو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

کونړ کې د عشر او زکات د چارو د همغږۍ په پار ګډه غونډه جوړه شوه


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کونړ ولایت مرکز او ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل. . .

بازگشت