د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۶
د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي نړۍوال ادارې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري د کندهار په غورک او لوړشاولیکوټ ولسوالیو کې ۹۰ تنه اړمنو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سري ووېشل شوې. 
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، په دې مرسته کي ۱۴۰ تنه بزګران شامل دي، چې ۱۳۰ تنه د غورک او ۱۰ تنه د لوړشاولیکوټ ولسوالۍ شامل وه، چې شامل وه، چې هر بزګر ته ۱۲ کیلو د پنبې اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره د عادلانه او رڼئ پروسې له لارې ووېشل شوه. 
د مرستي موخه د کوکنارو بدیل کښتونه موندل، د بزګرانو عاید لوړول، د کمي مځکي څخه زیات عاید ترلاسه کول او د بزګرانو اقتصادي ملاتړ دي.
دغه راز د مرستي برخمن شویو بزګرانو ته د پنبې کرنې او لوړ حاصل ترلاسه کولو اړوند عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د کندهار په ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې هم ۹۰ تنه اړمنو او بیوزلو بزګرانو ته ورته مرسته وېشل شوې وه.


به هدف ترویج کشت‌های بدیل کوکنار، در دو ولسوالی کندهار برای ده‌ها دهقان تخم پنبه و کود کیمیاوی توزیع شد
۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار، با حمایت مالی اداره جهانی مبارزه با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد و همکاری تخنیکی کمیته هالند، در ولسوالی‌های غورک و شاه‌ولی‌کوت کندهار برای ۹۰ تن از دهقانان نیازمند تخم اصلاح‌شده پنبه و کودهای کیمیاوی توزیع گردید.
به گفته مسئولان ریاست زراعت کندهار، در این برنامه در مجموع ۱۴۰ تن دهقان شامل بودند که ۱۳۰ تن از ولسوالی غورک و ۱۰ تن از ولسوالی شاه‌ولی‌کوت را در بر می‌گیرد. برای هر دهقان ۱۲ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده پنبه، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید از طریق یک روند شفاف و عادلانه توزیع شده است.
هدف از این کمک‌ها ترویج کشت‌های بدیل کوکنار، افزایش عواید دهقانان، به‌دست آوردن حاصل بیشتر از زمین‌های محدود و حمایت اقتصادی از دهقانان عنوان شده است.
همچنان، برای دهقانان مستفید، آموزش‌های نظری و عملی در زمینه کشت پنبه و چگونگی به‌دست آوردن حاصل بیشتر نیز ارائه گردیده است.
قابل یادآوری است که چند روز پیش نیز در ولسوالی‌های ارغستان و خاکریز کندهار برای ۹۰ تن از دهقانان نیازمند کمک‌های مشابه توزیع شده بود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت