د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزله‌ځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۲۴
د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزله‌ځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالی کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو مالدارو کورنیو د ملاتړ په موخه، ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته بلاربې، ځوانې او د کونړ د محلي نسل غواګانې ووېشل شوې.
دغه مرسته د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا  په مالي لګښت او د «ستاسو غږ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د څوکۍ ولسوالی له ۵۰ اړمنو او زلزله‌ځپلو کورنیو سره ترسره شوه.
د دې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته یوه بلاربه، ځوانه او د کونړ د محلي نسل غوا ورکړل شوه، چې له دې لارې به یادې کورنۍ وکولای شي د شېدو او خوسکیو له ترلاسه کولو څخه په ګټې اخیستنې خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ژوند اړتیاوې تر یوه بریده برابرې کړي.
مسوولین وايي، د یادې مرستې لړۍ به همدلته پای ته ونه رسېږي، بلکې ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه متراکمه حیواني خورا او د څارویو د حفظ‌الصحې یو حیواني روغتیايي کټ هم ورکړل شي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي د دغو مرستو موخه د زلزله‌ځپلو مالدارو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د څارویو د روزنې ملاتړ او د هغوی د معیشت د بېرته رغولو لپاره د زمینه برابرول بولي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۳:۳۴
Background image

پکتیکا کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوي، بزګرانو ته د مناسبو اسانتیاوو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵۱
Background image

پکتیکا کې یوشمېر بزګرانو ته د مېوو او سبو وچولو ۲۳ لمریز ماشینونه ووېشل شول

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر  مؤسسې په چوکاټ کې د دغه ولایت په مرکز ښرنه او خیرکوټ ولسوالی کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۵
Background image

دهلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان مرکزي ځنګل د لښتیو او ویالو د پاکارۍ چارې پیل شوې

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د بولان مرکزي ځنګل د ټولو لښتیو او ویالو د پاکارۍ چارې پیل شوې.
د یادو چارو موخه. . .

بازگشت