د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۲:۱۷
د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې ۶ زره څاروي د طاعون ناروغۍ ضد واکسین شول 

په کندهار ولایت کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۶ زره کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شو. دا واکسین د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان اف اې او په مالي ملاتړ، د ژړۍ ولسوالۍ د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شو.
د واکسین تطبیق د درېیو اونیو په موده کې د ژړۍ ولسوالۍ په ټولو سیمو کې ترسره شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول، د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول، او مسلکي کسانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. دغه کمپاین به د څارویو د شېدو او غوښې تولید دوامدار کړي او د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول کړي.
د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او د اف اې او په مالي ملاتړ، د ارغستان، پنجوایي او خاکریز ولسوالیو کې ورته واکسین تطبیق شوی و، چې په ترڅ کې یې ۱۶ زره کوچني څاروي واکسین شوي وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د. . .

بازگشت