د کندهار نېش کې ۶۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۱
د کندهار نېش کې ۶۰۰ بیوزله بزګرانو ته د غنم اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۴ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادراې په مالې او د د انسان د خیر ښېګڼې مؤسسې په تخنیکي همکاري د کندهار د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د یادې ولسوالی ۶۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
په دې مرسته کې، هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ووېشل شوه، چې له یادې مرستې سره به د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي، له کمې ځمکې څخه به زیات حاصل ترلاسه کړي، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشل به د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي، چې له امله به بزګران د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کمې ځمکې څخه هم ښه ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له دغې مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه خوښ دی، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په نېش ولسوالی کې ۱۷۰۰ اړمنو بزګرانو سره دې ته ورته مرسته ترسره شوې وه، چې وروسره سم یې دوهمه پروسه هم بشپړه شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت