د کندهار غورک کې د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کندهار ولایت په ١٩ ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه ١٩ چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د کندهار ولایت د غورک په ولسوالی کې د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډیم جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.
یاد چکډیم به د اوبو د سطحې په لوړوالي کي ګټور تمام شي او تر ډېره حده به د یادې سیمې د اوبو ستونزه هواره او یوشمېر خلکو ته په کې دکار زمینه هم برابره شوې ده.