د کندهار غورک کې د امارتي ځمکو له اجارې ۱.۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۹
د کندهار غورک کې د امارتي ځمکو له اجارې ۱.۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د اجارې عمومي مدیریت د غورک او دامان ولسوالیو په لسګونو جریبه امارتي ځمکو د قانوني او شفافې اجارې پروسه ترسره کړې، چې له امله یې یوازې د غورک ولسوالۍ له ځمکو ۱.۴ میلیونه افغانۍ عواید د ملي بودیجې برخه وګرځېدل.
د اجارې عمومي مدیریت د مسؤلینو په وینا، په غورک ولسوالۍ کې ټولټال ۱۸۲۷ جریبه امارتي ځمکه د رڼې پروسې له لارې یو کلن قراردادونو کې خلکو ته په اجاره ورکړل شوه. دغه پروسه د یو ګډ پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه چې د ولایت مقام، کدستر، ولسوالۍ، امنیتي ادارو، امر بالمعروف، استخباراتو، محکمې او د کرنې ریاست استازي پکې شامل وو. د پلاوي څارنه د دې لپاره وه چې د ځمکو د اجارې بهیر په بشپړ ډول شفاف او قانوني ترسره شي.
یادې ځمکې د غورک ولسوالۍ په ورجان، سرګین، برغوان، تاود، ګرماو، سرتخت، چله او نورو سیمو کې موقعیت لري. له دغې پروسې ټولټال ۱.۴ میلیونه افغانۍ عواید د اسلامي امارت ملي بودیجې ته وسپارل شول.
بل لور ته، د کندهار دامان ولسوالۍ په مرغان کیچي سیمه کې هم د امارتي ځمکو د اجارې لړۍ پیل شوې ده. د اجارې عمومي مدیر الحاج مولوی خان محمد انقیادي وایي چې په دې سیمه کې ۷ زره جریبه امارتي ځمکه د غصب له ګواښونو خلاصه شوې ده. له دې جملې څخه تر اوسه ۹۱۳ جریبه د کرنې لپاره چمتو شوې او له هغې څخه تر ۱۰۰ جریبه زیاتې ځمکې ۹ کسانو ته په قانوني ډول سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې د هېواد ملي شتمنۍ د خلکو ملکیت دی او ساتنه یې د دوی مسؤلیت ګڼي. د اجارې دغه پروسې د دې څرګندونه کوي، چې د امارتي ځمکو مدیریت د خلکو د اقتصادي ګټې او ملي عوایدو د زیاتوالي لپاره په شفاف ډول پرمخ وړل کېږي.

در غورک کندهار از اجارهٔ زمین‌های امارتی ۱.۴ میلیون افغانی عواید جمع‌آوری شد
۲ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به رهبری مدیریت عمومی اجاره، روند اجارهٔ ده‌ها جریب زمین امارتی را در ولسوالی‌های غورک و دامان به‌صورت قانونی و شفاف انجام داده است که تنها از زمین‌های ولسوالی غورک ۱.۴ میلیون افغانی عواید به بودجهٔ ملی سپرده شد.
به گفتهٔ مسئولان مدیریت عمومی اجاره، در ولسوالی غورک در مجموع ۱۸۲۷ جریب زمین امارتی از طریق روند شفاف در قراردادهای یک‌ساله به مردم اجاره داده شد. این پروسه زیر نظارت یک هیئت مشترک انجام گرفت که در آن نمایندگان مقام ولایت، کدستر، ولسوالی، اداره‌های امنیتی، امر بالمعروف، استخبارات، محکمه و ریاست زراعت حضور داشتند. هدف از نظارت این هیئت، اطمینان از شفافیت و قانونی بودن کامل روند اجارهٔ زمین‌ها بود.
این زمین‌ها در مناطق ورجان، سرگین، برغوان، تاود، گرماو، سرتخت، چله و دیگر ساحات ولسوالی غورک موقعیت دارند. از این روند، در مجموع ۱.۴ میلیون افغانی عواید به بودجهٔ ملی امارت اسلامی تحویل داده شد.
از سوی دیگر، در ولسوالی دامن کندهار در ساحهٔ مرغان کیچی نیز روند اجارهٔ زمین‌های امارتی آغاز گردیده است. به گفتهٔ الحاج مولوی خان محمد انقیادی، مدیر عمومی اجاره، در این ساحه ۷ هزار جریب زمین امارتی از تهدید غصب نجات یافته است. از این میان تاکنون ۹۱۳ جریب برای زراعت آماده شده و بیش از ۱۰۰ جریب آن به‌گونهٔ قانونی به ۹ تن سپرده شده است.
مسئولان امارت اسلامی تأکید می‌ورزند که دارایی‌های ملی کشور ملکیت مردم است و حفاظت از آن را مسؤولیت خود می‌دانند. روندهای اجارهٔ زمین‌های امارتی نشان می‌دهد که مدیریت این زمین‌ها به‌صورت شفاف و در جهت منافع اقتصادی مردم و افزایش عواید ملی پیش برده می

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
Background image

د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

بازگشت