د کندهار ریګستان کې په دوه زره مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۰
د کندهار ریګستان کې په دوه زره مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «ADA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ریګستان ولسوالی په دوه زره مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
 د چارواکو په خبره په دې پروسه کې د کندهار دکریګستان ولسوالی په ۲۰۰۰ مالدارانو پر هر مالدار ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه ددې ولسوالی د مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده. دکندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د څارویو د خوراکي توکو د وېش دا لړۍ ادامه لري او د کندهار نورو ولسوالیو او نورو لرو پرتو سیمو ته هم غځېږي.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم په ټول افغانستان کې امن راغلی او ډېرو لرو پرتو سیمو ته چې په تېر کې له هر اړخیزو مرستو او همکاریو بې برخې ول مرستې رسېږي. د اسلامي امارت چارواکي ژمن دي، چې د کندهار د ریګستان ولسوالی لرو پرتو سیمو په څېر د هېواد ټولو لرو پرتو سیمو او هغو ځآیونو ته چې مخکې له دوی سره کومې مرستې او همکارۍ نه دي شوي، د څارویو د خوراکي توکو ترڅنګ د ګڼو نورو مرستو لمن وغځوي او د دوی د اقتصاي ودې او ځان بسیاینې په پار له دوی سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت