د کندهار دامان ولسوالۍ کې د څارویو لپاره د چیچک او طاعون وقایوي واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۰:۳۱
د کندهار دامان ولسوالۍ کې د څارویو لپاره د چیچک او طاعون وقایوي واکسین کمپاین پیل شو

په کندهار ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تطبیق او تخنیکي همکارۍ، د دامان ولسوالۍ په کچه د چیچک او طاعون ناروغیو د مخنیوي په موخه د څارویو وقایوي واکسین کمپاین پیل شو.
د دې کمپاین موخه د چیچک او طاعون ناروغیو مخنیوی دی، چې له امله یې ۹۴۰۰ کوچني څاروي واکسین کېږي. په دې توګه، هڅه کېږي چې د څارویو د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي او د راتلونکو وباو څخه خوندي شي.
د چیچک او طاعون ناروغۍ د څارویو د مړینې سبب ګرځي او د مالدارانو اقتصاد ته جدي زیان اړوي. نو، د واکسین کمپاین په ځانګړې توګه د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره ترتیب شوی، ترڅو د مالدارانو د اقتصادي زیانونو مخنیوی وشي.
ځایي اوسېدونکي د دې کمپاین له امله خوښ دي او د کرنې ریاست او هالنډ کمېټې څخه مننه کوي چې د دوی د څارویو ساتنې لپاره هڅې کوي.
یاد کمپاین د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، چې د ۸۲ زره ډوزه واکسین د تطبیق چارې پکې شاملې وې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

بازگشت