د کندهار تخته پُل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۵۰
د کندهار تخته پُل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پُل ولسوالی په څادرګه، تنګي او یو شمېر نورو کلیو کې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو حوضونو جوړولو چارې بشپړې شوي، چې په نږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وویل، چې د یادو حوضونو رغنیزې چارې بشپړې شوي دي. نوموړی زیاته کړه، چې دغه حوضونه به ۴۰ متره اوږدوالی، ۳۰ متره سور او ۱.۵ متره ژوروالی ولري، او ټول په مستطیل بڼه جوړې شوي دي.
ددغو حوضونو جوړولو څخه موخه د کوچیانو څارویو لپاره د اوبو زېرمه کول دي، ترڅو د یادو سیمو کوچیان وکولای شي د دغو حوضونو له زېرمه شویو اوبو څخه د خپلو څارویو د اوبه کولو لپاره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره، د کرنې او مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې له امله یې په کندهار کې کرنه او مالدارۍ د پام وړ وده کړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران د اصفهان پلاست شرکت له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ایران د اصفهان پلاست شرکت له اجرایوي مدیر مسعود روضاتي او ورسره مل پلاوي سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۳۹
Background image

د کرنې وزیر د پراختیایي پروژو د کار پر چټکتیا او د بودجې پر اغېزمن لګښت ټینګار وکړ

د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبولګولو د سکتور د پراختیایي پروژو د اجراآتو د راپور وړاندې کولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د وزارت په مرکز کې دایره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

بازگشت