د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
4555

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په اکاخېلو سیمه کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم له ټولو تخنیکي ارزونو او څارنو وروسته په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویل شوې او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ پلې شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وویل، یاد چکډېم له جوړېدو وروسته د دوو کلونو لپاره تر تخنیکي څارنې او ارزونې لاندې و او له بشپړې کتنې وروسته یې وروستۍ سپارنه ترسره شوه. د نوموړي په وینا، دغه چکډېم د شاوخوا ۳۰ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، چې د سیمې د اوبو مدیریت په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د مسؤولینو په خبره، د دې چکډېم د جوړېدو اساسي موخې د باراني اوبو زېرمه کول، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو د اړتیاوو پوره کول، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی او د کاریزونو او نورو طبیعي اوبو سرچینو پیاوړتیا ده.
ځايي اوسېدونکي او بزګران باور لري، چې د دغسې پروژو پلي کېدل به د اوبو د کمښت ستونزې راکمې او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره به مناسب شرایط برابر کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د مدیریت او ساتنې ګڼې پروژې پلې کړې دي. په همدې لړ کې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کندهار ولایت د میانشین ولسوالی د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم هم له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغو پروژو موخه د اوبو د سرچینو خوندي کول، د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې کمول او د کرنې او مالدارۍ سکټور د دوامدار پرمختګ لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت