د کندهار بولدک کې څلور زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۵۳
د کندهار بولدک کې څلور زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۴ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړۍوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې څلور زره اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شوه.
په دې پروسه کې هغه بزګران مستحق وګڼل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی او د تخم او سرې د پېرلو توان نه لري. هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، څو بزګران د راتلونکي فصل لپاره پر وخت چمتو شي.
د دې مرستو موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي، چې د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د ودې لپاره مهم ګام دی.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په یوشمېر ولسوالیو کې هم ورته مرستې وېشل شوي، چې پکې زرګونو بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سره رسېدلې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت