د کندهار ارغستان کې سلګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۶
د کندهار ارغستان کې سلګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «آر،یو،کې» ادارې په مالي او د اسلامي هوساینې مؤسسې په تخینکي همکارۍ ددې ولایت د ارغستان ولسوالی ۵۰۰ بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
په دې مرستې کې پنځه قلمه توکي شامل دي، چې په کې هر بزګر ته « د درمل شیندنې ډبه، لاسي ګاډۍ، یوه بیلچه، یو ریک او یو ګراف هو» ورکړل شوي دي. 
د دې توکو له وېش موخه د بزګرانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول او د بیوزلۍ کچه ټېټول ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د اسلامي هوساینې مؤسسې له لورې د کندهار د ارغنداب په ولسوالی کې هم پر ۲۱۵ بزګرانو ورته مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت