د کندز دکرنې رییس د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۴:۶
د کندز دکرنې رییس د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز سره وکتل

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د افغانستان د وسله وال پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت" سره وکتل او په سرحدي سیمو کې د ځنګلونو، څړځایونو د ساتنې او د امارتي ځمکو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دکندز د کرنې رییس  الحاج مولوي امان الله حسن د ۲۱۷ عمري قول اردو له لوري د کندز ولایت له مالدارانو سره چې د وروستیو واورو ورښتونو له امله زیانمن شوي وو، د مرستې له امله مننه وکړه.
په همدې حال کې، د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي صاحب امان الله حسن څخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې  دکړو چوپړتیاوو په پار قدرداني او مننه وکړه، ویې ویل: «افغانستان یو کرنیز هېواد دی او اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه او مالدارۍ پورې تړلې ده، چې د کرنې د ودی او پراختیا په برخه کې باید بنیادي کارونه وشي.»
 همدارنګه د افغانستان د وسله وال پوځ لوى درستيز د کندز ولايت د کرنې له رياست سره د کندز ولایت په سرحدي سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت