د کرنې په وزارت کې د خاورې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۶:۳۴
د کرنې په وزارت کې د خاورې نړیواله ورځ ونمانځل شوه


۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ډسامبر پنځمې نېټې، د خاورې نړیواله ورځ د «خاوره ژوندۍ وساتئ او د خاورې حیاتي تنوع خوندي کړئ» تر شعار لاندې د یوشمېر متخصصینو او د کابل پوهنتون د یوشمېر استادانو په شتون کې ونمانځله.
په دې نمانځغونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، خاوره د ژوند ترټولو مهمه ماده یاده کړه او وویل، چې خاوره یو ژوندۍ موجود دی او باید پرې نږدو چې مړ شي. ښاغلی غفوري دې ته په ټینګار سره چې د خاورې، اهمیت، ساتنه او خوندیتوب په قران کریم کې په ځلونو یاد شوی دی وویل: «خاوره یو پاکه او سالم شی دی، خو سېلابونه او له خاورې څخه ناوړه ګټه پورته کول خاوره تخریبوي او له منځه یې وړي. له بده مرغه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له ۴۰ تر ۸۰ سلنه خاوره په جدي توکه تخریبیږي. د بدخشان، کونړ، غزني، نیمروز او فراه په ولایتونو کې د خاورې د تخریب کچه ډېره لوړه ده. په همدې ترتیب سره، په مرکزي ولایتونو، د شمال او سوېل یوشمېر برخې او د هېواد د لوېدیځې سیمې یوشمېر برخو کې د خاورې تخریب جدي شوی دی. د هېواد په لوېدیځ کې هم د خاورې تخریب له ۴۰ تر ۶۰ سلنه ده.»
حشمت الله غفوري وویل، چې له بېلابېلو لارو چارو څخه کولای شو چې د خاورې وضعیت ښه کړو. هغه زیاته کړه، چې د خاورې پیاوړتیا او روغتیا د کرنې سکټور لپاره مهم دی او بزګران او وزارت باید پوه شي، چې د دوی د استفادې خاوره کومې ځانګړتیاوې لري. د ښاغلی غفوري په خبره، که خاوره په سمه توګه وپېژندل شي، د کرنیزو محصولاتو کچه لوړیږي او د خاورې د فرسایش مخه نیول کیږي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو مرستیال دغه راز وویل، چې دکرنې وزارت د خاورې پېژندنې څېړنیز ریاست، په نړیوالو معیارونو برابر او په ملي کچه د خاورې سروې پیل کړی دی، چې تر دې دمه یې ۴۵ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولي دي. هغه وویل:« په نړیوالو معیارونو برابر او په ملي کچه د خاورې سروې پیل شوی دی، چې له نېکه مرغه د بېلابېلو ولایتونو ۴۵ ولسوالۍ د خاورې پېژندې تر سروې لاندې راغلي دي او په ۹۹یم مالي کال کې یوازې ۱۹ ولسوالۍ بشپړ شوي دي. ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۰ام کال کې د هېواد د ډېر شمېر ولسوالیو سروې بشپړ کړو.» ښاغلی غفوري وویل، چې په هېواد کې د خاورې پېژندې سروې او مطالعه په تر ۱۴۰۳ ام کال پورې په ټول هېواد کې بشپړ شي. هغه وویل، چې ددې سروې پایلې به په یوه اطلس کې خپره شي او د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې به تکثیر شي ترڅو بزګران د خپلې خاورې خصوصیات وپېژني.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAOله مرکزي دفتر څخه نټالیا رودریګز ایوجینو، د توافقي او تطبیقي څېړنو رییس محمدقاسم عبیدي او دغه راز د خاورې پېژندنې د ډیپارټمنټ استاد ډاکټر ذاکرالله صافی د خاورې د حیاتي تنوع، د خاورې پېژندې مخینه او د خاورې پر روغتیا مالومات وړاندې کړل او په هېواد کې د خاورې په سمه ګټه اخیستنه او د خاورې د فرسایش پرمخنیوي ټینګا وکړ.
په همدې حال کې د خاورې پېژندې د څېړنو رییس، حمیدالله احمدزی، وایي، چې د کرنیزو محصولاتو د ښه والي او زیاتوالي لپاره د خاوري وضعیت ښه کول او روغتیا مهمې خبرې دي. ښاغلی احمدزی وویل، چې د خاورې له مطالعې پرته، د کرنې د پراختیا لپاره برنامې جوړول نیګړی دی او له همدې امله د کرنیزو محصولاتو د ښه کولو او زیاتولو په پار د خاورې پېژندل لومړیتوب دی.
تر دې وړاندې د ډسمپر په پنځمه نېټه د خاورې په نړیواله ورځ کې د کرنې، ابوولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په خپل پیغام کې اعلان کړئ و: « خاوره د ایکوسیسټم بنسټ جوړوي، او له خاورې پرته ایکو سیسټم او خاوره، دواړه بشپړ نه دي. خاوره موږ ته خوراکي توکي، فایبر او سون توکي برابروي. خاوره د خوراکي توکو د تولید بنسټ، د ډېرشمېر ژوندیو موجوداتو استوګنځی او د کاربن او اوبو زېرمه ګڼل کیږي. د ملي پراختیا په اجنډا کې، خاوره د کرنې د پراختیا د پلانونو سرټکی جوړوي.
خاوره له مغذي موادو ډک دی او ښه مدیریت یې دتلپاتې او پیاوړي کرنې لامل کیږي.»
ښاغلی احدي په خپل پیغام کې وایي: « دا چې پوه شو کومه خاوره روغه خاوره ده او څنګه کولای شو، چې ضعیفه خاروه بېرته غني کړو، پراخو مالوماتو په ترلاسه کولو سره شوني ده. په همدې موخه، دکرنې وزارت د خاورې پېژندنې څېړنیز ریاست، په نړیوالو معیارونو برابر او په ملي کچه د خاورې سروې پیل کړی دی، چې تر دې دمه یې په ۱۲ ولایتونو کې ۴۵ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولي دي. یاد سروې د ۱۴۰۳ام کال تر پایه د افغانستان ټوله خاروه سروې کوي او تفصیلي مالومات یې برابروي.»

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو د ۱۶۰ څخه ډېرو فارمونو فعالیت؛ سږکال ۳۵ ټنه شات تولید شوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو او مچيو پالونکي وایي، چې په دغه ولایت کې له ۱۶۰ څخه ډېر د شاتو مچيو فارمونه فعالیت لري او د روان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ په هډې فارم کې ۵۰۰ جریبه د مالټې نوې بڼونه حاصل ته رسېدلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د هډې فارم په عبدالخېلو بلاک کې د ۵۰۰ جریبو په کچه د نوو مالټو بڼونو حاصل اخیستل پیل شوي، چې له ډېرې مودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

کندهار کې د درې چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

بازگشت