د کرنې په وزارت کې د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۴ - ۱۱:۲۹
د کرنې په وزارت کې د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره شو


۲۴ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د افغانستان اسلامي امارت لخوا د هیواد د مقدسې فتحې د دوهمې کلیزې په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په رهبرۍ ترسره شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د کرنې په وزارت کې ددې وزارت  د یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په شتون کې د افغانستان اسلامي امارت  د بیرغ په پورته کولو سره یاد ورځ ونمانځل.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کابل د ازادۍ او مقدسې فتحې په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:" موږ  زر ځله د خدای (ج)  شکر ادا کوو، چې افغانستان د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو په هڅو او د افغانستان د زړورو خلکو په مرسته له اشغال څخه ازاد شو او نن یې دویمه کلیزه نمانځو. اوس موږ ته دا زمینه برابره شوې، چې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، طبیعي زیرمو او ځمکو په برخو کې ټولې چارې په جدي توګه ترسره کړو او خپل هېواد اقتصادي آزادۍ يعني ځان بسیاینې  ته ورسوو."
د زمري ۲۴ مه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د هیواد د فتحې له ورځې سره سمون خوري، دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت په لاس د کابل ښار او تول هیواد فتحه او افغانستان د امریکا او د هغې د متحدینو له اشغال څخه ازاد شو.

مراسم بر‌ افراشتن بیرق در وزارت زراعت برگزار شد 
۲۴ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مراسم بر افراشتن بیرق امارت اسلامی افغانستان به مناسبت دومین سال روز فتح مقدس کشور  توسط  امارت اسلامی افغانستان از سوی رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  با حضور داشت شماری از روئسا و کارمندان وزارت زراعت در صحن وزارت زراعت با بر افراشتن بیرق امارت اسلامی افغانستان از این روز بزرگداشت به عمل آوردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از تلاش‌های مجاهدین امارت اسلامی به منظور رسیدن آزادی و فتح مقدس افغانستان سخن زده افزود" خداوند را هزار بار سپاسگزار هستیم که افغانستان به همت جان نثاری های مجاهدین جان به گفت امارت اسلامی افغانستان و یاری مردم دلیر افغانستان این کشور از اشغال آزاد شد و امروز دومین سال روز آن را بزرگداشت به عمل می آوریم و حالا فرصت برای ما مساعد شده است که در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری، منابع طبیعی و اراضی با جدیت تمام کار نمایم و وطن خود را به آزادی اقتصادی یعنی خودکفایی برسانیم".
بیست و چهارم اسد مصادف می‌شود به روز فتح کابل و تمام کشور توسط مجاهدین امارت اسلامی افغانستان که دوسال قبل در این روز کابل توسط امارت اسلامی فتح گردیده و افغانستان از اشغال امریکا و متحدینش آزاد گردید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت