د کرنې وزیر په لغمان کې د عبدالوکیل خان له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۴:۴۵
د کرنې وزیر په لغمان کې د عبدالوکیل خان له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

۱۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره پلاوي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د عبدالوکیل خان له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د کرنې وزیر د یاد فارم د مسوولینو د فعالیتونو او ستونزو راپور واورېد او د عبدالوکیل خان په څېړنیز او ترویجي فارم کې د اوبولګولو او کارکوونکو کمښت د ستونزو هوارولو په موخه اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په لغمان ولايت کې د عبدالوکيل خان څېړنيز او ترویجي فارم د هېواد په کچه يو له سترو کرنيزو فارمونو څخه دى، چې په کې پر بېلابېلو مېوه لرونکو او غير مېوه لرونکو ونو او بوټو څېړنې کېږي.
په دې سفر کې د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام رحمان کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د لغمان د کرنې رييس مولوي محسن عمر، د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رييس او د کرنې وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعین، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امانیار او د کرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیانی هم حضور درلود.
دا سفر په هغه ولایتونو کې چې ځنګلونه شتون لري، د ځنګلونو او طبیعي زېرمو د ساتنې لپاره له سیمه ییزو څانګو سره د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

بازدید وزیر زراعت از فارم تحقیقاتی عبدالوکیل خان در لغمان
۱۰ اسد ۱۴۰۲ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شأن در جریان سفر به ولایت لغمان از فارم تحقیقاتی و ترویج عبدالوکیل خان در ولایت لغمان بازدید کردند.
در جریان این بازدید وزیر زراعت گزارش فعالیت‌ها و مشکلات مسوولان فارم متذکره را استماع نمود و هدایات لازم را جهت رفع مشکلات آبیاری و کمبود کارمندان در  فارم تحقیقاتی و ترویجی عبدالوکیل خان را به مسوولان متذکره سپرد.
فارم تحقیقاتی و ترویجی عبدالوکیل خان در ولایت لغمان یکی  فارم های بزرگ زراعتی در کشور است که در آن بالا درختان مختلف  مثمر و غیر مثمر و نباتات تحقیق صورت می‌گیرد.
در جریان این بازدید مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار رییس زراعت ننگرهار، مولوی  محمد ولی محسن رییس زراعت لغمان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، محمد امان امانیار رییس جنگلات وزارت زراعت و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت حضور داشتند.
این سفر به منظور ایجاد هماهنگی با ادارات محلی جهت حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی به ولایت‌های که در آن جنگلات و جود دارد صورت می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت