د کرنې وزیر په افغانستان کې د ایران له سفیر سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۹:۶
د کرنې وزیر په افغانستان کې د ایران له سفیر سره وکتل


٩ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٤ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق  
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي سره وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار گفت
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري وویل:"ایران ته د سفر پر مهال له تاسو سره په پنځو سترو برخو (کرنه، مالدارۍ، طبیعي سرچینو، اوبولګولو او تحصیلي بورسونو) کې د همکاریو هوکړه وشوه او موږ چمتو یو چې هغه تړونونه عملي کړو."
په همدې حال کې په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمې قمي د شویو موافقو په اجرا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "د دغو موافقو د عملي کولو او پیلولو لپاره باید پلاوی وټاکل شي او دا د دواړو هیوادونو او د دواړو هیوادونو د وزارتونو ترمېنځ د عطف ټکی دی."
ایران ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر له سفر او په هغه هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د بېلابېلو سکتورونو چارواکو سره تر لیدنې وروسته، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د کرنې له وزیر سره د دواړو خواوو ترمنځ د موافقتنامې پلي کولو په پار د کرنې په وزارت کې وکتل.


وزیر زراعت با سفیر ایران در افغانستان دیدار کرد
۹ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حسن کاظمی قُمی سفیر و نماینده ویژه  کشور ایران در افغانستان دیدار و گفتگو کرد. 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این دیدار گفت:« در جریان سفر به کشور ایران با شما روی  همکاری در پنج بخش عمده (زراعت، مالداری، منابع طبیعی، آبیاری و بورسیه‌های تحصیلی) توافقاتی صورت گرفته است که ما آماده عملی سازی آن  توافقاتی که صورت گرفته است هستیم".
در همین حال، حسن کاظمی قُمی سفیر ایران در افغانستان روی عملی سازی توافقات انجام شده تاکید نموده وافزود:« هیئت مشخص گردد تا روی عملی سازی و آغاز این توافقات قدم بردارند و این یک نقطه عطف میان دو وزارت خانه  و دو کشوراست." 
پس از سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به کشور ایران و دید بازدید از بخش‌های مختلف زراعتی، مالداری و آبیاری آن کشور، سفیر  جمهوری اسلامی ایران در افغانستان به‌منظور عملی سازی توافقات میان دو طرف با وزیر زراعت در مقام وزارت زراعت دیدار نمود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت