د کرنې وزیر: د ځمکو د شخړو حل ته ژمنتیا او د کارکوونکو وړتیا لوړونه زموږ اساسي لومړیتوب دی

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۶:۵۷
د کرنې وزیر: د ځمکو د شخړو حل ته ژمنتیا او د کارکوونکو وړتیا لوړونه زموږ اساسي لومړیتوب دی


۷غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د یاد ریاست د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اجارې لوی رییس ملا عبدالظاهر امین، د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسین خورشید، د اراضۍ لوی ریاست اړوند رییسانو، آمرینو، او د ۲۳ ولایتونو مسؤلینو په شتون کې پیل شو.
 د کرنې وزیر مولوی عطا‌ءالله عمري د یاد ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د ځمکو پر سر شته ستونزې د هېواد لپاره یوه جدي ننګونه وبلله او د حل لاره‌یې د مسلکي پوهې، صداقت، او قانون‌محورې دندې په ترسره کولو کې وګڼله.
دکرنې وزیر وویل: «له کلونو راهیسې زموږ په هېواد کې ګڼې شخړې او لانجې د ځمکو پر سر دي. دا ستاسو شرعي، اخلاقي او اداري مسؤلیت دی، چې دغو ستونزو ته په علمي او قانوني بڼه رسیدنه وکړئ. د ځمکو د شخړو حل او په دې برخه کې د کارکوونکو وړتیا لوړونه زموږ د وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی.»
ښاغلی عمري زیاته کړه، چې دکرنې وزارت د اراضۍ کارکوونکي باید د خپل موقف او مسؤلیت اهمیت درک کړي او له دوو لارو څخه یوه غوره کړي؛ یا د خدمت، صداقت او ایماندارۍ لاره، چې له دې لارې به دنیا او آخرت دواړه عزتناک وي او یا هم د خیانت، جعل او له دندې څخه د ناوړه استفادې لاره، چې پایله یې دنیا او آخرت کې ذلت او رسوایي ده.
مولوي عمري له کارکوونکو وغوښتل، چې په تېرو نظامونو کې جوړ شوي جعلي اسناد باید هېڅ کله د اعتبار وړ ونه ګڼل شي، بلکې یوازې هغه اسناد باید معتبر وبلل شي چې قانوني حیثیت لري او اساسي بڼه یې پاتې وي.
ورپسې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د اجارې عمومي رییس ملا عبدالظاهر امین د کرنې وزیر د خبرو په تایید سره وویل، چې ټولو کارکوونکو ته پکار ده له خپل مسؤلیت څخه په اخلاص کار واخلي او هېڅ ډول ناوړه استفاده ونکړي.
په پای کې، د قبالو د اجرا، ثبت، او د قراردادونو د تطبیق څارنې د ریاستونو مسؤلینو د ورکشاپ پر اهمیت خبرې وکړې او په خپلو ویناو کې یې د ځمکوالۍ اړوند تخصصي تحلیلونه وړاندې کړل.
یاد ورکشاپ د اراضۍ په برخه کې د اصلاح، شفافیت او مؤثریت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو سره به د ځمکو پر شخړو، د اسنادو د جعل مخنیوی او ناسمو استفادو اغېزمنه کنټرول رامنځته شي.


وزیر زراعت: حل منازعات زمین و ارتقای ظرفیت کارمندان از اولویت‌های اساسی ما است
۷ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۶ هـ.ق
ورکشاپ آموزشی ارتقای ظرفیت مسلکی کارمندان ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، ملا عبدالظاهر امین رئیس عمومی اجاره زمین، ملا محمد حسین خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت، رؤسا و آمران ریاست اراضی و مسئولان از ۲۳ ولایت کشور، آغاز شد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، هنگام گشایش این ورکشاپ، مشکلات موجود بر سر زمین‌ها را یک چالش جدی برای کشور خواند و راه حل آن را در تخصص مسلکی، صداقت، و انجام وظایف بر مبنای قانون دانست.
وزیر زراعت گفت: «سال‌ها است که در کشور ما منازعات زیادی بر سر زمین‌ها وجود دارد. این مسئولیت شرعی، اخلاقی و اداری شماست که به این مشکلات به‌گونه علمی و قانونی رسیدگی نمایید. حل منازعات زمین و ارتقای ظرفیت کارمندان در این بخش از اولویت‌های اساسی وزارت ما است.»
او افزود که کارمندان ریاست اراضی باید به اهمیت وظیفه و موقف‌شان واقف باشند و یکی از دو راه را برگزینند: یا راه خدمت، صداقت و امانتداری که عزت دنیا و آخرت را به همراه دارد، و یا راه خیانت، جعل و سوءاستفاده از وظیفه که سرانجامش رسوایی در دنیا و آخرت خواهد بود.
مولوی عطاءالله  عمری از کارمندان خواست اسناد جعلی صادرشده در نظام‌های گذشته را هرگز معتبر ندانند، بلکه تنها اسنادی را به رسمیت بشناسند که دارای حیثیت قانونی و ساختار اساسی باشند.
سپس ملا عبدالظاهر امین رئیس عمومی اجاره زمین ریاست عمومی اراضی، با تأیید سخنان وزیر زراعت گفت که همه کارمندان باید با اخلاص وظایف‌شان را انجام دهند و از هرگونه سوءاستفاده خودداری کنند.
در پایان، مسئولان ریاست‌های تطبیق قباله، ثبت و نظارت بر قراردادها درباره اهمیت این ورکشاپ صحبت کرده و تحلیل‌های تخصصی خود را در مورد مسائل مرتبط با اراضی ارائه نمودند.
این ورکشاپ، گامی مهم در راستای اصلاحات، شفافیت و مؤثریت در بخش اراضی تلقی می‌شود و با ارتقای ظرفیت‌های مسلکی، از جعل اسناد، منازعات زمین و سوءاستفاده‌های احتمالی به‌گونه مؤثر جلوگیری خواهد شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت