د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر او د یوناما د دفتر له مرستیال سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۲۳ - ۱۳:۳۳
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر او د یوناما د دفتر له مرستیال سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) له مشر ریچارډ ترانچارډ او د یوناما د دفتر له مرستیال ډانیل انډرس سره وکتل.
دا غونډه چې د کرنې په وزارت کې جوړه شوې وه؛ دواړو خواوو د کرنې او مالدارۍ پر پراختیا، د اوبو مدیریت، د طبیعي سرچینو ساتنې، له بزګرانو سره د مرستې، د نباتاتو او څارویو د ناروغیو او آفتونو د کنټرول او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش په اړه خبرې وکړې.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د یادو ادارو د چارواکو له تېرو مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دغو همکاریو د لا زیاتېدو او دوام غوښتنه یې وکړه. «افغانستان د اوبو د تنظیم او مدیریت، له کروندګرو سره د مرستې، د څارویو د نسل بدلون، د ځمکې مدیریت، څیړنه او ترویج، د چکډمونو جوړول، د ځنګلونو ساتنه، د تخمونو او اصلاح شویو ونو وېش، د عصري کرنې روزنې، په کرنیزو ماشینونو د کروندګرو سمبالول او د لبنیاتو د فابریکو د جوړولو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري، چې باید په یادو برخو کې ورسره همکاري وشي»
ښاغلي عمري ټینګار وکړ چې د نړیوالو مرستندویه مؤسسو پر وړاندې هیڅ کومه ستونزه نشته او له نړیوالو ادارو څخه یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د خلکو او حکومت له ویرې او ستونزو پرته ترسره کړي: «اوس مهال په ټول افغانستان کې هیڅ ډول امنیتي او اداري ستونزه نشته، تاسو کولای شئ چې د ټول هېواد په کچه له ویرې پرته خپل فعالیتونه ترسره کړئ او امارت تاسو ته ټولې اسانتیاوې برابروي، له تاسو څخه هیله کوو چې د تیرې ادارې نیمګړې پروژې بشپړې کړئ؛ دا د ولس غوښتنه ده، ځکه چې د بدلون په راتګ سره ځینې پروژې لا هم نیمګړې پاتې دي.»
ورپسې د یوناما دفتر مرستیال ښاغلي ډانیل انډرس له بزګرانو ملاتړ، د اقلیم د بدلون په برخه کې فعالیتونه، له اړو کسانو سره مرسته، له عصري کرنې سره د بزګرانو آشنا کول، د ځمکې د تخریب مخنیوی، دوامداره پرمختګ، د خلکو د اقتصاد لوړول او د افغانستان له خلکو سره د نورو هېوادونو او پانګوالو  د تجربو شریکول خپل اصلي مسوولیتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې، یاده اداره په تېر کې هم ګټور کارونه کړي او ژمن دي، چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.


دیدار وزیر زراعت با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و معاون دفتر یوناما

مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با ریچاردترانچارد رئیس سازمان و خوراک زرعت ملل متحد (FAO) و دانیل اندرس معاون دفتر یوناما دیدار کرد.
این دیدار که در وزارت زراعت صورت گرفت دو طرف پیرامون؛ انکشاف زراعت، مالداری، مدیریت آب، حفاظت از منابع طبیعی، کمک به دهقانان، کنترول امراض و آفات نباتی حیوانی و توزیع تخم‌اصلاح شده بذری برای دهقانان صحبت نمودند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از حمایت و همکاری‌های گذشته مسوولان نهادهای متذکره اظهار قدر دانی نموده و خواستار افزایش و ادامه این همکاری‌ها شد:" افغانستان نیاز دارد که در بخش‌های مدیریت و تنظیم آب، کمک به دهقانان، تغییر نسل حیوانات، مدیریت زمین‌ها (اراضی)، تحقیق و ترویج، اعمار چکدم‌ها، حفاظت از جنگلات، توزیع تخم و درختان اصلاح شده، آموزش زراعت عصری، تجهیز دهقانان با ماشین‌آلات زراعتی، اعمار فابریکه‌های لبنیات همکاری شود".
آقای عمری تاکید کرد که هیچ نوع مشکلی سر راه نهادهای مدد رسان جهانی وجود ندارد و از سازمان جهانی  خواست  بدون خوف و مشکل مردمی و حکومتی فعالیت‌های شان را انجام دهند" در حال حاضر هیچ مشکل امنیتی و یا هم اداری در سراسر افغانستان وجود ندارد، شما می‌توانید فعالیت‌های تان را در تمام این ملک بدون ترس انجام دهید و امارت می‌تواند همه سهولت‌ها را به شما فراهم کند، از شما می‌خواهیم پروژه‌های نیمه کاره اداره قبلی را تکمیل کنید، این خواست مردم است، چون با آمدن تحول بعضی از پروژه‌ها نیمه کاره مانده تاهنوز".
پس از آن آقای دانیل اندرس معاون دفتر یوناما حمایت از قشر دهقان، فعالیت در بخش تغییر اقلیم، کمک به مردم نیازمند، آشناسازی دهقانان با زراعت نوین، جلوگیری از تخریب زمین، انکشاف پایدار، بلند بردن اقتصاد مردم و شریک ساز تجارب سرمایه گذاران و تجاران کشورهای دیگر با مردم افغانستان را از مسوولیت‌های اساسی شان عنوان نموده و تاکید کرد که این نهاد در گذشته نیز کارهای مثمری را انجام داده و متعهد به ادامه آن فعالیت ها می‌باشند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت