د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال: زعفران حلال کښت او د کوکنارو د کښت لپاره غوره بدیل دی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۵۴
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال: زعفران حلال کښت او د کوکنارو د کښت لپاره غوره بدیل دی

۲۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند (حاجي سالم) د هرات ولایت د زعفران کارانو ټولنې سره په لیدنه کې وویل، چې زعفران یو حلال کښت دی او د کوکنارو د کښت لپاره ښه بدیل دی، چې نه یوازې ښه قیمت لري بلکې نړۍوال بازار هم لري.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: «په نورو ولایتونو کې هم باید د زعفران کښت ترویج شي، ترڅو بزګر د کوکنارو او نشه‌یي بوټو پر ځای زعفران وکري.»
اوس مهال، یو کیلو ګرام زعفران شاوخوا ۱۳۰ زره افغانۍ پلورل کېږي. د هرات د کرنې ریاست شمېرې ښیي چې ۹۰ سلنه زعفران د افغانستان د هرات ولایت څخه ترلاسه کېږي، او په هرات ولایت کې هر کال شاوخوا ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه د زعفران کښت لاندې وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو د کښت روزنې، د زعفران پیازو وېش او د کرنیزو وسایلو وېش سره بزګر د (سرو زرو) کښت ته هڅوي. افغانستان د زعفران په کیفیت کې لومړی او په تولید کې یې درېیم مقام لري.

معین مالی و اداری وزارت زراعت:" زعفران کشت حلال و بدیل خوب کشت کوکنار است"
۲۶ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با اتحادیه زعفران کاران ولایت هرات گفت زعفران را  کشت حلال و بدیل خوب کشت کوکنار دانسته که هم قیمت خوب دارد و هم بازار جهانی.
معین مالی و اداری وزارت زراعت افزود:« کشت زعفران در سایر ولایات نیز باید ترویج گردد تا دهاقین به جای کوکنار و بته‌های مخدره زعفران کشت نمایند.»
در حال حاضر، یک کیلو گرام زعفران نزدیک به ۱۳۰ هزار افغانی به فروش می‌رسد.
آمارهای ریاست زراعت ولایت هرات نشان می‌دهد که ۹۰ درصد زعفران افغانستان از ولایت هرات به دست میآید، در ولایت هرات سالانه حدود ۷۵۰۰ هکتار زمین تحت کشت زعفران می‌باشد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با راه اندازی آموزش کشت زعفران، توزیع پیاز زعفران و توزیع وسایل زراعتی دهاقین را تشویق به کشت طلای سرخ مینماید.
افغانستان از لحاظ کیفیت زعفران در مقام اول و از لحاظ تولید در جایگاه سوم را دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت