د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۳:۲۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم د تطبیق په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخند سره یې وکتل.
دغه غونډه، چې د ننګرهار ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت اطلاعاتو، عامه پوهاوي ریيس او وياند مولوي مصباح الدين مستعین او د ننګرهار ولایت یو شمېر سیمه ییزو رییسانو حضور درلود.
په دې غونډه کې مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار کانال شرکت د غصب شويو ځمکو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: «ځمکې د بیت المال مال دی، هېڅوک د ځمکې د غصب حق نه لري، له نېکه مرغه په ټول هېواد کې امنيت تامين شوى دى. اسلامي نظام راغلی او د اسلامي نظام دنده ده، چې د بیت المال د ځمکې ساتنه وکړي.»
ښاغلي فضلي زیاته کړه: «تاسو خبر یاست چې اسلامي امارت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه یو کمیسیون جوړ کړی، ترڅو د ځمکې د غصب مخنیوی وکړي او له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې په دې برخه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمیسیون سره همکاري وکړئ.»
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار والي او د مهاجرینو چارو ریاست او د ننګرهار ولایت د کوچیانو چارو ریاست له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د مهاجرینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ننګرهار والي ملا نعیم اخند د غصب د مخنیوي په موخه د کمیسیون د حکمونو په پلي کولو کې د ننګرهار د سیمه ییزو ادارو د همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «د کمیسیون د پرېکړې له مخې به د ننګرهار ولایت مقام او اړونده ادارې د ځمکې د غصب مخنیوی کړئ او له غاصبینو څخه یې یوشمېر ځمکې بېرته راګرځولي دي او په دې برخه کې دکرنې وزارت له مشرتابه سره هر اړخیزې همکارۍ کوو.»

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ننگرهار
۲۳ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به منظور تطبیق فرامین رهبری امارت اسلامی افغانستان پیرامون جلوگیری از غصب و استراد زمین‌های غصب شده به ولایت ننگرهار سفر کرده و ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار دیدار کرد.
این دیدار که در مقام ولایت ننگرهار انجام شد مولوی سعید احمد بنوری معاون والی، مولوی غلام الرحمن کظیم ریس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد ریس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو  وزارت زراعت و شماری از رئسای محلی ولایت ننگرهار حضور داشتند.
 مولوی فضل الباری فضلی در این دیدار در ارتباط به زمین‌های غصب شده ساحه کانال ننگرهار صحبت کرده گفت: " زمین مال بیت المال است هیچ شخص حق این را ندارد که زمین را غصب نماید خوشبختان فعلا در سرتاسر کشور امنیت تامین است و نظام اسلامی آمده و ظیفه نظام اسلامی این است که از زمین بیت المال حفاظت کند". 
 آقای فضلی افزود" شما در جریان هستید امارت اسلامی کمیسون  جلوگیری از غصب زمین و بازپسگیری زمین‌های غصب شده را ایجاد نموده تا از غصب زمین‌ جلو گیری کند و از شما می خواهیم که در این زمین همکاری های لازم را با کمیسون جلوگیری از غصب انجام دهید".
معین مالی و اداری  از  والی ولایت ننکرهار و  مسوولان ریاست های مهاجرین و ریاست  کوچی‌ها خواست ولایت ننگرهار خواست که  در قسمت تهیه مکان بود باش برای مهاجرین سهولت‌های لازم را فراهم بسازند.
ملا نعیم اخند والی ولایت ننگرهار از همکاری ادارات محلی ننگرهار جهت تطبیق فرامین کمیسون جلوگیری از غصب اطمینان داده افزود" مقام ولایت ننگرهار و ادارت مربوطه این ولایت به اساس فیصله کمیسون از غصب زمین زمین های امارتی جلوگیری نموده و زمین‌های غصب شده را  از  نزد غاصبین دوباره گرفته اند و در این زمینه  به رهبری وزارت زراعت همکاری همه جانبه  را می نمایم".

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت