د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بلخ کرنې ریاست کاري بهیر وڅېړه
۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د بېلابېلو برخو کاري فعالیتونه یې وڅېړل.
په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو، تدارکاتو، عشر او زکات، مخابراتي انتنونو د تثبیت او د ځمکو اړوند چارو د فعالیتونو ارزونه وشوه او د کاري بهیر د لا ښه والي، د چارو د سمون او خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې اترې وشوې.
دکرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د دې برخې د فعالیتونو، د عشر او زکات د راټولولو د بهیر او د عشر او زکات د پورونو په اړه د وزارت مالي او اداري مرستیال ته معلومات وړاندې کړل او د یادو چارو د روان وضعیت په اړه یې وضاحت ورکړ.
همدارنګه، د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حافظ محمد موسی مبین د وزارت مالي او اداري مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ریاست د کاري وضعیت، ترسره کېدونکو فعالیتونو او د بېلابېلو برخو د چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د چارو د ارزونې پر مهال د مالي او اداري فعالیتونو د دقیقې څارنې او سمون پر اړتیا ټینګار وکړ او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
نوموړي همدارنګه د عشر او زکات موضوع ته پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اړوندو چارو باید د اصولو له مخې په منظم ډول ترسره شي. هغه د بلخ ولایت خلکو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د ادارې د کاري بهیر د پیاوړتیا او د خلکو د ستونزو د پر وخت حل په موخه د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.
