د کرنې وزارت له خوا د اسلامي مالي خدمتونو د ۷۰ میلیونه افغانیو ورکړه تایید شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۶:۴۷
پرداخت ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی از سوی وزارت زراعت تایید شد


۲۹ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له لارې د دوو شرکتونو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د ۷۰ میلیونه افغانیو د ورکړې وړاندیز منظور کړ.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق الله په شتون کې د دوو شرکتونو لپاره  د ٧٠ میلیونو افغانیو په ارزښت اسلامي مالي خدمتونه منظور کړل.
د غونډې په پيل کې د کرنې د پراختيا صندوق رییس د غونډې موضوع شريکه کړه او د افغان ريډ پومي ګرينټ او شعيب يحي صنعتي شرکت د پور غوښتنې په اړه يې معلومات ورکړل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د اسلامي مالي خدمتونو د عرضه کوونکو شرکتونو د غوښتنې له ارزونې وروسته د دغو دوو د مېوو د جوس او کارتن جوړولو شرکتونو ته د ۷۰ میلیونه افغانیو پور منظور کړ، څو د خپلو فعالیتونو د پراختیا په برخه کې ترې ګټه واخلي.
د دغو اسلامي مالي خدمتونو د ورکړې موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او په هېواد کې د کرنې وده او پراختیا ده.

پرداخت ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی از سوی وزارت زراعت تایید شد 
۲۹ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
 مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پرداخت مبلغ ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی را برای دو شرکت از طریق صندوق وجهی انکشاف زراعت تایید کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش طی جلسه‌ای با حضور انجینر عبدالغفور غفری رئیس صندوق انکشاف زراعت و مولوی صدیق الله رئیس تصدیق‌دهی تخم‌های بذری ۷۰ میلیون افغانی خدمات مالی اسلامی  را برای دو شرکت درخواست کننده پول تائید نمود.
در آغاز جلسه رئیس صندوق انکشاف زراعت موضوع نشست را شریک ساخت و در ارتباط به درخواست قرضه‌ شرکت‌های افغان رید پومی گرینت و شرکت صنعتی شعیب یحی معلومات داد.
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری پس از بررسی درخواست شرکت های متقاضی خدمات مالی اسلامی  مبلغ ۷۰ میلیون افغانی قرضه را برای این دو شرکت جوس سازی و کارتن سازی میوه‌جات تائید نمود تا در توسعه فعالیت‌های‌شان استفاده نمایند.
هدف از پرداخت این خدمات مالی اسلامی حمایت از سکتور خصوصی و رشد و انکشاف زراعت در کشور می باشد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت