د کرنې وزارت رییسانو او کارکوونکو ته د افغانستان پراختیایي تګلاره وړاندې شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۸:۳۹
تشریح راهبرد انکشاف افغانستان برای روسا و کارمندان وزارت زراعت

۳۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان پراختیایي تګلاره، چې د اسلامي امارت د مشر له لوري منظور شوې، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ګډون، د یاد وزارت رییسانو او آمرانو ته د عبدالوکیل په تالار کې تشریح شوه.
د غونډې په پیل کې، د تهیې او تدارکاتو رییس قاري عبدالمجید مبارک د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل او وروسته د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې پنځه کلنې تګلارې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې دغه ستراتیژي د افغانستان د ابادۍ او ځان بساینې په موخه جوړه شوې او مهمې برخې لکه د کرنې میکانیزه کول، د ځنګلونو او قدرتي نباتاتو ساتنه، د نوې کرنې ترویج، قرنطین او ساتنه، د محصولاتو پروسس، د ځمکو مدیریت، د ملي پارکونو خوندیتوب او کرنیزې څېړنې پکې شاملې دي.
مولوي عثماني  د وزارت له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې خپلې پروژې او پلانونه د دې ستراتیژۍ له مخې جوړ کړي او د عملي کولو لپاره یې اقدامات وکړي.
همدارنګه، د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سید احمد خالد صاحب‌زاده په خپلو خبرو کې د پروژو جوړولو د بهیر په چټکتیا او د موظفو کمیټو د کار د پیلولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په پای کې، د پالیسۍ او ستراتیژۍ پراختیا رییس، محمد قیس شریفي، د دې ستراتیژۍ محتويات د پریزنټیشن له لارې ګډونوالو ته تشریح کړل.

تشریح راهبرد انکشاف افغانستان برای روسا و کارمندان وزارت زراعت
۳۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
راهبرد انکشاف افغانستان که از سوی رهبر امارت اسلامی منظور شده است، امروز طی مجلسی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، برای روسا و آمران این وزارت در تالار عبدالوکیل تشریح گردید.
در آغاز مجلس، قاری عبدالمجید مبارک رئیس تهیه و تدارکات آیاتی از قرآن‌کریم تلاوت کرد و سپس معین زراعت و مالداری پیرامون اهمیت این راهبرد پنج‌ساله سخن گفت. وی تأکید نمود که این استراتیژی به منظور آبادی و خودکفایی افغانستان طرح شده و بخش‌های مهمی چون میکانیزه‌سازی زراعت، حفاظت از جنگلات و نباتات قدرتی، ترویج زراعت نوین، قرنطین و حفاظت، پروسس محصولات، مدیریت زمین، حفاظت از پارک‌های ملی و تحقیقات زراعتی را شامل می‌شود.
مولوی عثمانی از مسوولان وزارت خواست تا هرچه زودتر پلان‌ها و پروژه‌های خود را در مطابقت با این استراتیژی تهیه و روی عملی‌سازی آن اقدام نمایند.
همچنان سید احمد خالد صاحب‌زاده رئیس پلان و پالیسی وزارت زراعت در سخنانش بر تسریع روند پروژه‌سازی و آغاز کار کمیته‌های موظف تأکید کرد. در پایان، محمد قیس شریفی آمر انکشاف پالیسی و استراتیژی، مفاد این راهبرد را از طریق پریزنتیشن برای حاضران ماده‌وار توضیح داد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت