د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۹:۳۵
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د کرنې له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه او د یاد فارم د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته د یاد فارم د فعالیتونو او ستونزو په اړه د دې فارم د مسؤلینو له لوري معلومات وړاندې شو او د کرنې وزارت سرپرست د ستونزو د حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هرات ولایت د کرنیزو څېړنو د فارم مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې سږ کال د یاد فارم بېلابېلو څانګو ته د رسېدنې لپاره لازمه بودیجه ځانګړې شوې ده، چې په دې سره به د هرات ولایت د کرنیز ځېړنیز فارم ډېرې ستونزې هوارې شي.

بازدید معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از فارم تحقیقاتی ولایت هرات
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت هرات از فارم تحقیقات زراعتی ولایت هرات بازدید کرده و هدایات لازم را جهت حل مشکلات آن‌ها داد.
در جریان این بازدید در باره فعالیت‌ها و مشکلات موجود در فارم‌ متذکره توسط مسوولان آن معین زراعت و مالداری وزارت زراعت معلومات ارییه گردید که سرپرست وزارت زراعت هدایت لازم را جهت حل مشکلات فارم‌ها به مسوولان مربوطه سپرد.
در همین حال معین زراعت و مالداری به مسوولان فارم تحقیقات زراعتی ولایت هرات اطمیان داد که درسال جاری بودیجه لازم جهت رسیدگی به بخش‌های مختلف فارم یاد شد تخصیص داده شده است که با استفاده از آن بسیاری از مشکلات فارم تحقیقات زراعتی ولایت هرات حل  می‌گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت