د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۶
دیدار رئیس پلان و پالیسی وزارت زراعت با مسوولین پروگرام انکشافی  سازمان ملل متحد 

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سید احمد خالد صاحبزاده، د کرنې او مالدارۍ معینیت او همدارنګه د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو د معینیت له یو شمېر سلاکارانو سره یو ځای، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» د پراختیايي برخې له مسوولینو سره تخنیکي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د هغو پروژو د ارزونې او همغږۍ په موخه ترسره شوه، چې ټاکل شوې د بلخ او نیمروز ولایتونو کې تطبیق شي. د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» له هڅو مننه وکړه او د کرنیز سکتور د پراختیا په موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتو تخنیکي ناستو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.
همدارنګه، په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو مسوولینو ژمنه وکړه، چې شاوخوا ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالر به د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د بېلابېلو پروژو د تطبیق لپاره ځانګړي کړي. دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې به په ګډه او همغږۍ سره کار کوي، او د کرنې وزارت هم ټینګار وکړ، چې د هر ډول همکارۍ ملاتړ ته چمتو دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت