د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس په لښکرګاه کې د غنمو د تخلیې لړۍ څخه څارنه وکړه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۹
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس په لښکرګاه کې د غنمو د تخلیې لړۍ څخه څارنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رئیس مولوي قدرت الله حقیار په لښکرګاه کې د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودلو د تخلیې له لړۍ څخه لیدنه وکړه. 
د دې لیدنې پر مهال د معاینې او پېرودلو پلاوي هم شتون درلود، چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام استازي مفتي محمد نسیم روحاني او قاري حمزه، د کرنې وزارت استازی انجنیر غلام فاروق، د لښکرګاه ښاروالۍ استازی نعمت الله وفا، د سوداګرۍ او صنعت ریاست استازی عبدالحی مطمئن او د کرنې ریاست استازی انجنیر طاوس خان شامل وو. 
مولوي حقیار په مرکزي زېرمتونونو کې ځای پر ځای شوي غنم له نږدې ولیدل او د معاینې پلاوي ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طرزالعمل مطابق له بزګرانو غنم تسلیم کړي، په زېرمتون کې منظم کتارونه جوړ کړي، د کتارونو ترمنځ فاصله مراعت کړي او په منظمه توګه د غنمو ساتنه او پالنه وکړي. 
نوموړي په سیمه کې د بزګرانو او د زېرمتون د مسؤلینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د همکارۍ او ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت