د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس د کونړ دکرنې رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۸
د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس د کونړ دکرنې رییس سره وکتل

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مولوی محمد اکبر امیني او ورسره مل پلاوی د کرنیزو کوپراټیفونو او اتحادیو د ایجاد او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په پار کونړ ولایت ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مولوی محمد اکبر امیني او ورسره مل پلاوی د کونړ د کرنې رییس مولوي محمد سرور صادق او د یاد ریاست اړوندو مسلکي او اداري کارکوونکو سره په کتنه کې د کرنیزو کوپراټیفونو او اتحادیو د ایجاد او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په هکله خبرې اترې وکړې. 
یاد پلاوی کونړ ولایت ته د کرنې او مالدارۍ اړوندو نهادونو، کرنیزو او څارویو محصولاتو د تولیدي فابریکو د ارزونې، او همدارنګه د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د خصوصي سکتور له متشبثینو لکه قوریه دارانو، زنبور دارانو او د چرګانو د تولید فارمونو له مسؤلینو سره د نیږدې لیدنو په موخه سفر کړی دی.
د دغو لیدنو اصلي موخه د کرنیزو کوپراتيفونو او اتحادیو ایجاد ته هڅونه، خصوصي سکتور پیاوړتیا، شته ستونزو ته رسېدنه، د بدیلو لارو موندل او د کرنې په برخه کې د نویو پرمختیایي برنامو د تطبیق لپاره د همغږۍ رامنځته کول و.
په دې ناسته کې د کونړ د کرنې رییس مولوي محمد سرور صادق د خصوصي سکتور په برخه کې د یاد ریاست تر چتر لاندې د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کونړ ولایت باید د پانګوالو لپاره لا زیات مساعد شي، متشبثینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او د زراعتي کوپراتیفونو او اتحادیو د رامنځته کولو له لارې دهقانانو او مالدارانو ته د منظم فعالیت لپاره زمینه برابره شي.
د کرنې وزارت پلاوي د کونړ د کرنې ریاست له رهبري سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې ټولې یادې شوې اړتیاوې او وړاندیزونه به د کرنې وزارت له مقام سره شریکوي او د کونړ د صنعتکارانو او متشبثینو لپاره به د نویو طرحو او پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو په برخه کې جدي ګامونه پورته کوي.
په پای کې د کونړ د کرنې ریاست رهبري د راغلي پلاوي له سفر، همکارۍ او د کرنې سکتور د ودې لپاره د ترسره کېدونکو هڅو څخه مننه وکړه او دا لیدنه یې د کرنې او خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم او مثبت پرمختګ وباله.


رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت با رئیس زراعت ولایت کنر دیدار کرد
۶ مرغومه ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی محمد اکبر امینی، به‌همراه هیأت همراه خویش به‌منظور ایجاد کوپراتیف‌ها و اتحادیه‌های زراعتی و تقویت سکتور خصوصی، به ولایت کنر سفر کرد.
در جریان این سفر، مولوی محمد اکبر امینی و هیأت همراه با رئیس زراعت ولایت کنر، مولوی محمد سرور صادق، و کارمندان مسلکی و اداری مربوطه آن ریاست دیدار نموده و در خصوص ایجاد کوپراتیف‌ها و اتحادیه‌های زراعتی و راه‌های تقویت سکتور خصوصی گفتگو کردند.
این هیأت به‌منظور ارزیابی نهادهای مرتبط با زراعت و مالداری، کارخانه‌های تولید محصولات زراعتی و مالداری، و همچنان دیدار نزدیک با متشبثین سکتور خصوصی در ولسوالی‌های مختلف ولایت کنر، از جمله باغداران، زنبورداران و مسئولان فارم‌های تولید مرغ، به این ولایت سفر کرده است.
هدف اصلی این دیدارها، تشویق به ایجاد کوپراتیف‌ها و اتحادیه‌های زراعتی، تقویت سکتور خصوصی، رسیدگی به مشکلات موجود، جستجوی راه‌حل‌های بدیل و ایجاد هماهنگی برای تطبیق برنامه‌های جدید انکشافی در بخش زراعت عنوان شد.
در این نشست، رئیس زراعت ولایت کنر، مولوی محمد سرور صادق، از فعالیت‌های انجام‌شده در بخش سکتور خصوصی تحت چتر آن ریاست قدردانی کرد و تأکید نمود که ولایت کنر باید برای سرمایه‌گذاران هرچه بیشتر مساعد گردد، تسهیلات لازم برای متشبثین فراهم شود و از طریق ایجاد کوپراتیف‌ها و اتحادیه‌های زراعتی، زمینه فعالیت منظم برای دهقانان و مالداران مهیا گردد.
هیأت وزارت زراعت، به رهبری ریاست زراعت ولایت کنر اطمینان همکاری کامل داد و تعهد سپرد که تمام نیازمندی‌ها و پیشنهادهای مطرح‌شده را با مقام وزارت زراعت شریک ساخته و در راستای فراهم‌سازی تسهیلات برای صنعت‌کاران و متشبثین کنر، به‌ویژه در بخش طرح‌های جدید و سرمایه‌گذاری، گام‌های جدی برداشته خواهد شد.
در پایان، رهبری ریاست زراعت ولایت کنر از سفر، همکاری و تلاش‌های هیأت اعزامی در راستای رشد سکتور زراعت قدردانی نموده و این دیدار را یک پیشرفت مهم و مثبت در جهت تقویت زراعت و سکتور خصوصی دانست.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت