د کرنې وزارت د خالصه جایدادونو د ارزونې په موخه غونډه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۵۲
د کرنې وزارت د خالصه جایدادونو د ارزونې په موخه غونډه وشوه

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خالصه جایدادونو د وضعیت د ارزونې په موخه یوه مهمه غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د خالصه جایدادونو د اغېزناک استعمال لپاره د یوه اغېزناک میکانیزم د جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د موضوع د جدي تعقیب لپاره یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې او د «جایدادونو د مؤثر استعمال لارښود» تر سرلیک لاندې یو لارښود هم ترتیب شوی دی.
د کرنې وزارت مشرتابه غواړي هغه خالصه جایدادونه چې دا مهال بې‌کار پراته دي، د اجارې، کرايې یا د ګټو د شریکولو له لارې بېرته د کارونې بهیر ته داخل کړي. د دې اقدام موخه د دولتي شتمنیو اغېزمن استعمال، د عوایدو زیاتوالی او د هېواد کرنيز سکتور پیاوړتیا ښودل شوې ده.


جلسه‌ای به‌منظور بررسی جایدادهای خالصه وزارت زراعت برگزار شد
۳۱ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور رسیدگی به وضعیت جایدادهای خالصه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری این وزارت برگزار گردید.
در این جلسه، روی ایجاد یک میکانیزم مؤثر برای استفاده از جایدادهای خالصه بحث و تبادل نظر صورت گرفت. بر اساس معلومات ارائه‌شده، کمیته‌ای ویژه برای پی‌گیری این موضوع تعیین شده و رهنمودی تحت عنوان «رهنمود استفاده مؤثر از جایدادها» نیز ترتیب شده است.
رهبری وزارت زراعت در نظر دارد تا جایدادهای خالصه‌ای را که در حال حاضر بدون استفاده باقی مانده‌اند، از طریق اجاره، کرایه یا مشارکت منافع، دوباره به چرخه بهره‌برداری وارد نماید. هدف از این اقدام، استفاده بهینه از دارایی‌های دولتی، افزایش عواید و تقویت سکتور زراعتی کشور عنوان شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت