د کرنې وزارت د تطبیقي او توافقي څېړنو ریاست نوی رییس کارکونکو ته ور وپېژندل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۹:۵۵
د کرنې وزارت د تطبیقي او توافقي څېړنو ریاست نوی رییس کارکونکو ته ور وپېژندل شو

د کرنې وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء دحکم په اساس ډاکټر محمد رفیع باوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تطبیقي او توافقي څېړنو ریاست د رییس په توګه تر ټاکنې وروسته، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني لخوا د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنې وزارت د تطبیقي او توافقي څېړنو ریاست د نوي رییس په پېژند غونډه کې وویل: «څېړنه د کرنې او مالدارۍ بنسټیزه برخه ده، د څېړنې له لارې کولای شو اصلاح شوي تخمونه، اصلاح شوي نسلونه او غوره حاصلات ترلاسه کړو او ځان بسیاینې ته نږدې شو».
په ورته وخت کې د څېړنې لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د دغې ادارې د پخواني رییس انجنیر محمد قاسم عبیدي د کارونو ستاینه او قدرداني وکړه او ویې ویل:« طبیقي او توافقي څېړنې له موږ سره مرسته کوي، چې د کرنې په برخه کې لا زیاتې پایلې ترلاسه او ډېر حاصلات ولرو، د کرنې په برخه کې د ځمکې، خاورې، اوبه او هوا سره توافق او مطابقت ډېر ارزښت لري، موږ په دې برخه کې ډېرې څېړنې کړې دي».
د کرنې وزارت د تطبیقي او توافقي څېړنو ریاست نوی رییس ډاکټر محمد رفیع باوري، تر دې مخکې د کرنیزو څېړنو په برخه کې د سلاکار په توګه کار کاوه.
تر دې وړاندې انجنیر محمد قاسم عبیدي ددې ریاست د رییس په توګه دنده ترسره کوله، چې د خدمت د وخت د بشپړېدو له امله تقاعد ته سوق شو.

رییس جدید ریاست تحقیقات تطبیقی و توافقی وزارت زراعت معرفی شد
۱۵ حمل ۱۴۰۳  هـ ش
به اساس پيشنهاد وزارت زراعت و حکم رییس‌الوزرا امارت اسلامی، داکتر محمد رفیع باوری، به صفت رییس تحقیقات تطبیقی و توافقی وزارت زارعت آبیاری و مالداری تعین و از سوی مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری به کارمندان آن ریاست معرفی گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در محفل معرفی  رییس جدید تحقیقات تطبیقی و توافقی گفت:« تحقیقات بخش اساسی زراعت و مالداری است، با تحقیق می‌توانیم که تخم اصلاح شده بذری، نسل اصلاح شده و حاصلات خوب به‌دست بیآوریم و به خودکفایی نزدیک شود.»
در همین حال، مولوی نصرت‌الله طلحه رییس عمومی تحقیقات از کارکردهای انجنیر محمد قاسم عبیدی رییس قبلی این ریاست تحسین و قدردانی نموده گفت:« توافقات تطبیقی و توافقی به ما کمک می‌کند تا حاصلات بیشتر در بخش زراعت داشته باشیم، توافق و تطابق با زمین، خاک، آب و هوا در زراعتی خیلی ارزشمند است، ما تحقیقات زیادی در این بخش داشته ایم.»
داکترمحمد رفیع باوری، رییس جدید تحقیقات تطبیقی و توافقی پیش از این به حیث مشاور در امور تحقیقات زراعتی ایفای وظیفه می‌کرد.
پیش از این انجنیر محمد قاسم عبیدی در این سمت ایفای وظیفه می‌نمود که به دلیل پوره کردن معیاد خدمت به تقاوت سوق گردید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت