د کرنې وزارت د بودجې د لګښت څرنګوالي د ارزونې په پار غونډه دایره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۲۴
د کرنې وزارت د بودجې د لګښت څرنګوالي د ارزونې په پار غونډه دایره شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بودجې د لګښت څرنګوالي د ارزونې غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخوند «حاجي سالم» په مشري ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ټینګار وکړ چې کارکوونکي باید له ستړیا پرته خپلې دندې پر وخت ترسره کړي، څو د خلکو رضایت ترلاسه او د کروندګرو او مالدارانو ستونزې راکمې شي. نوموړي زیاته کړه، چې د وچکالۍ او افتونو په شرایطو کې د بودجې سم او پر وخت لګول ځانګړې اهمیت لري.
ورپسې، د کرنې وزارت مالي او حساب رییس مولوي ضیاءالدین واقف له ټولو رئیسانو وغوښتل، چې د مالي پلان له مخې خپلې لګښتونه پر وخت بشپړ کړي، څو په راتلونکي کال کې دې سکتور ته زیاته بودجه ځانګړې شي.
همدارنګه، د مالي برخې کارپوهانو د ریاستونو د روان کال د بودجې د لګښت راپور وړاندې کړل او حاضر رئیسانو خپلې نظریې او کاري لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.


جلسه به منظور ارزیابی چگونگی مصرف بودجه وزارت زراعت برگزار شد
۲۷ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه بررسی  چگونگی مصرف بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت رهبری ملا آغاجان آخوند « حاجی سالم» معین مالی و اداری دایر گردید. 
در این جلسه، معین مالی و اداری وزارت زراعت تأکید کرد که کارمندان باید بدون خستگی وظایف خود را انجام دهند تا رضایت مردم جلب شده و مشکلات دهقانان و مالداران کاهش یابد. وی افزود که مصرف درست و به موقع بودجه در شرایط خشکسالی و آفات اهمیت ویژه دارد.
در ادامه، مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حساب وزارت زراعت از روسای حاضر خواست تا مطابق پلان مالی، مصارف خود را به موقع تکمیل کنند تا در سال آینده بودجه بیشتری به این سکتور اختصاص یابد. همچنین کارشناسان بخش مالی گزارش مصرف بودجه سال جاری ریاست‌ها را ارائه کرده و روسای حاضر نیز نظریات و دستاوردهای کاری خود را با حاضران شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د کرنې وزارت لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۵۷
Background image

فراه کې پر زرګونو مستحقو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل لړۍ پیل شوه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «سي.اچ.اې»  مؤسسې په تخنیکي همکاری او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د لغمان د کرنې ریاست د بودجې لګښتونو او عوایدو ارزونه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سپارښتنې پراساس، د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین په مشرۍ یو پلاوی لغمان ولایت ته سفر وکړ،. . .

بازگشت