د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له خوا د پوهنې وزارت ته ځمکه انتقالېږي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۶:۱۴
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له خوا د پوهنې وزارت ته ځمکه انتقالېږي 

۱۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست له خواه د پوهنې وزارت ته د ۴۹جريبه ځمکې لېږد تړون لاسليک شو.
یاده ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د کندهار ولايت د ژېړي په ولسوالی کې په ۴۹ جريبه ځمکه باندې د يو باب ديني مدرسې د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا پوهنې وزارت ته انتقال شوه.
د يادې ځمکې لېږد تړون د کرنې وزارت اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د پوهنې وزارت د ملکیتونو آمر احمد محی الدين عادلیار ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت