د کرنې وزارت تخنیکي ټیم د دولت آباد په ولسوالی کې د قوش تېپې کانال چارو څخه څارنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۱۲
د کرنې وزارت تخنیکي ټیم د دولت آباد په ولسوالی کې د قوش تېپې کانال چارو څخه څارنه وکړه

۲۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د چارو ادارې د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر المعتصم بالله په مشرۍ له یوشمېر ادارو څخه جوړ ګډ تخنیکي پلاوي د کرنې وزارت د تخنیکي ټیم په حضور کې د بلخ ولایت د دولت آباد په ولسوالی کې د قوش تیپې کانال له ۴۲ کیلومترو څخه تر ۱۰۸ کیلومترو پورې د کار څارنه وکړه.
یاد تخنیکي ټیم د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزارء عالي مقام د حکم په اساس جوړ شوی دی چې، په ترکیب کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، دکرنې په وزارت کې د قوش تېپې کانال سلاکار انجنیر محمد افضل مسعود، دکرنې وزارت د اوبولګولو ریاست انجنیر سالار اکبر او د چارو ادارې او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي شامل دي.  
یاد پلاوی د کانال د چارو د پرمختګ او څرنګوالي د څارنې په ترڅ کې خپلې موندنې او مشاهدې له اړوندو څانګو سره شریکې کړې او په راتلونکي کې یې د دې کانال د کار د لا ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
اوس مهال د کانال د لومړي فاز د کېندلو چارې ۹۹ سلنه بشپړ شوی دی.
دقوش تېپې کانال د هېواد له سترو ملي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د امکان سنجۍ، براورد او ډيزاين چارې يې د کرنې وزارت د اوبو لګولو رياست د فني انجنيرانو له خوا ترسره شوې دي.
د دې ملي پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد اقتصادي وضعیت کې مثبته اغېزه رامنځته شي او د کانال په اوږدو کې به ډېرې کرنیزې ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي او هېواد به د ځان بسیاینې پر لور ګامونه وچت کړي.


تیم تخنیکی وزارت زراعت از جریان کار کانال قوش تپه در ولسوالی دولت آباد نظارت کرد 
۲۰ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
هیئت تخنیکی متشکل از چندین اداره به رهبری مولوی محمد صابر المعتصم بالله معاون مالی و اداری اداره امور با حضور تیم تخنیکی وزارت زراعت از ۴۲ کیلومتری الی ۱۰٨ کیلومتری کار کانال قوش تپه در ساحه ولسوالی دولت آباد ولایت بلخ نظارت نمودند.
تیم تخنیکی متذکره به اساس حکم مقام عالی ریاست الوزرای امارت اسلامی افغانستان موظف گردیده  که در ترکیب آن تیم‌های  تخنیکی با حضور داکتر فاروق اعظم مشاور وزارت آب و انرژی، انجنیر محمد افضل مسعود مشاور کانال قوش تپه در وزارت زراعت، انجنیر سالار اکبر انجنیر ریاست آبیاری وزارت زراعت و مسوولان اداره امور، وزارت‌ زراعت، آبیاری و مالداری شامل اند.
ه‍یئت متذکره در جریان نظارت از نحوه و چگونگی کار  کانال مذکور یافته ها و مشاهدات شانرا با ادارات ذیدخل شریک ساختند همچنان جهت بهبود هرچه بهتر امور کاری کانال در آینده نظریات و پیشنهادات شانرا باهم شریک نمودند.
درحال حاضر کار حفاری در بخش یا فیز اول کانال ۹۹ در صد تکمیل گردیده است. 
کانال قوش تپه یکی از پروژه‌های بزرگ ملی کشور محسوب می‌شود که کار امکان سنجی، برآورد و دیزاین آن توسط انجنیران فنی بخش آبیاری وزارت زراعت انجام شده است.
با تکمیل شدن این پروژه ملی تاثیر مثبت در وضعیت اقتصادی رونما خواهد شد و زمین هایی زیادی زراعتی در مسیر این کانال تحت پوشش آبیاری قرار خواهد گرفت و کشور به سوی خود بسندگی سوق داده خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت