د کرنې وزارت او پروفېشنل ترک مخابراتي شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شو 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۵۴
د کرنې وزارت او پروفېشنل ترک مخابراتي شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شو 

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو اجارې عمومي رياست او د پروفېشنل ترک مخابراتي شرکت مسؤلینو ترمنځ د مخابراتي انتنونو ماستر اګريمنټ تړون لاسليک شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د کرنې وزارت  د ځمکو اجارې په عمومي رياست کې جوړه شوې وه د ځمکو د اجارې عمومي رياست کفيل قاري حسام الدين اسرار، د ځمکو اجارې رياست کفيل محمد ولي استانکزی، د ځمکو د اجارې رياست د راډيويي مخابراتي انتنونو عمومي مدير انجنير نقيب الله توانا او د پروفېشنل ترک مخابراتي شرکت استازی فیروز الدین پاينده ګډون درلود.
په پیل کې د ځمکو اجارې عمومي رياست کفيل له نوموړي شرکت سره د دغه قرارداد د مخابراتي سایټونو د فعاليت او له دغې لارې هېواد والو ته په مخابراتي برخه کې د اسانتياوو د راوستلو په اړه او همدارنګه د دغه قرارداد د کلني عواید په پار خبرې وکړې.
ښاغلي وویل، چې له دې مخکې له ۷ مخابراتي او خدماتي لکه د ( اټوما، روشن، اتصالات، افغان بيسيم، اې.سي.جي، امين حامد جهان تصوير ) شرکتونو سره په کلنۍ ډول د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت تړونونه لاسليک شوي، چې دغه ټولې پيسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په عوایدو کې جمع کېږي.
په پای کې د نوموړي شرکت مسوول په مخابراتي برخو کې د ښو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت