د کرنې سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۱۷:۴۹
د کرنې سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل


۵ لړم ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای سره دخپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په ځانګړې توګه د کرنې سکټور په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عبدالرحمن راشد وویل، چې افغانستان او ترکیه ډېر زیات مشترکات لري، او وروستیو تحولاتو او اقتصادي ستونزو ته په کتو، له ترکیې څخه د لازیاتو همکاریو په ځانګړې توګه د کرنې په سکټورو کې د همکاریو غوښتونکي یو.
راشد زیاته کړه، چې د جګړو له امله د کرنې سکټور تخریب شوې ده، او موږ د ترکیې له هېواد څخه غواړو چې د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، د کرنې پراختیا، بزګرانو ته د کرنیزو ماشینونو عرضه کولو او د لابراټوارونو د مرکزونو جوړولو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي. هغه د هېواد د اوبو لویو سرچینو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان پراخې ځمکې، اوبه او  بشري سرچینې لري ښه داده، چې له یادو برخو د کانالونو او ویاړو جوړولو په برخه کې ګټه پورته شي. هغه دغه راز د هېواد د څړځایونو د بیارغونې په برخه کې هم د ترکیې له سفیر څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای، پر دوامدار دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په تېرو شلو کالونو کې هم موږ د افغانستان همکار پاتې شوي یو او زموږ همکارۍ به ادامه ولري.» هغه دې ته په اشارې سره، چې ترکیې ته د افغانستان روزنه او کرنه لومړیتوب لري وویل، چې باید نوې چارې ترسره شي.
ارګینای زیاته کړه: «افغانستان په یوشمېر کرنیزو محصولاتو کې د نړۍ رهبري لري.» هغه زیاته کړه، چې د پروژې تر چتر لاندې د سړوخونو او زېرمتونونو جوړول پر مخ وړو، خو باید لومړیتوب ته په کتو ډل بندي شي. هغه دغه راز وویل، چې په تېر کې هم د ترکیې هېواد په هرات، سمنګان، بلخ او جوزجان ولایتونو کې له زعفران کارانو سره همکاري درلود او تر دې وروسته هم امکاناتو ته په کتو خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ تردې وړاندې هم د کرنې او مالدارۍ، د نباتاتو او حفظ الصحې، مالدارۍ او نسل نېونه، حیواني روغتیا، کب روزنې، کرنیزې میکانیزې، اوبولګولو، څېړنې او د خوړو صنعت په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت