د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په غونډه کې د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۶:۵۲
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په غونډه کې د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه


۵ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا په نهمه غونډه کې، چې د کرنې د وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه صندوق د رهبرۍ د غړو په حضور کې راتلونکي کال لپاره بزګرانو، مالدارانو او دکرنې او مالدارۍ سکټورونو متشبثینو لپاره د اسلامي مالي چوپړتیاوې په موخه د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب شوه.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د عالي شورا نهمه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي مرستیال مولوی عبدالقدیر احمد، د صندوق د پلاوي رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د مالي چارو کارپوهانو په شتون کې دائره شوې وه.
په دې غونډه کې په ۲۰۲۳ ام کال کې د کرنې د پراختیا صندوق د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د ۲۰۲۴ کال پلانونه هم شریک شول.
ګډونوالو د سږني پلان په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په ځینو مواردو کې پرېکړې وشوې، چې د صندوق د فعالیتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
په دې غونډه کې د کرنې د پراختیا صندوق رهبري په راتلونکي کال کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې بزګرانو، مالدارانو او متشبثینو ته د ۲.۲ میلیارده افغانیو د ورکړې طرحه تصویب کړه.
دا پیسې راتلونکی کال د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا او د وکالې او مرابحې د اسلامي مالي خدماتو له لارې غوښتونکو لپاره په یادو سکتورونو کې د پانګونې د پراختیا لپاره ورکول کېږي، چې تر ۵ زره ډېر بزګران ددې پیسې تر پوښښ لاندې راځي.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په دې غونډه کې وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق چوپړتیاوې د کروندګرو، بڼوالو او بزګرانو لپاره ګټور دي هڅه وکړئ، چې د اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا زیات اغېزمنتیا رامنځته او خلک له پورونو برخمن شي.


در جلسه شورای عالی صندوق انکشاف زراعت پرداخت ۲.۲ میلیارد افغانی تصویب گردید
۵ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
در نهمین جلسه شورای‌عالی صندوق انکشاف زراعت که به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت با حضور اعضای  هیئت رهبری صندوق برگزار شده بود پرداخت مبلغ ۲.۲ میلیارد افغانی خدمات مالی اسلامی برای دهقانان، مالداران و متشبثین سکتور‌های زراعت و مالداری  در سال آینده تصویب گردید.
 نهمین جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعت (ADF) تحت سرپرستی مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی وزارت مالیه،  انجینر عبدالغفور غفاری رئیس هیئت عامل صندوق و متخصصان مالی دایر شد.
در این جلسه در مورد فعالیت‌های صندوق انکشافی زراعت در سال ۲۰۲۳ معلومات داده شد و همچنان پلان های سال ۲۰۲۴ شریک گردید.
حاضران پیرامون پلان امسال نظریات خویش را شریک نموده و در بعضی موارد فیصله صورت گرفت تا در فعالیت های صندوق سهولت بیاید‌. 
در این جلسه از سوی ه‍ییت رهبری صندوق انکشاف زراعت پرداخت مبلغ ۲.۲ میلیارد افغانی برای دهقانان، مالداران و متشبثین سکتور‌های زراعت و مالداری در سال آینده به تصویب رسید.
این مبلغ به منظور رشد و انکشاف زراعت و مالداری و گسترش سرمایه گذاری در این بخش‌ها برای متقاضیان آن از طریق خدمات مالی اسلامی وکاله و مرابحه پرداخت می‌شود. 
که از طریق این مبلغ به تعداد بیشتر از ۵ هزار دهقان تحت پوشش قرار می گیرد.
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت در این مجلس گفت که خدمات صندوق انکشاف زراعت برای مالداران، باغداران و دهقانان مفید بوده کوشش کنید که از این بیشتر در  ارایه خدمات مالی اسلامی موثریت بیاید و مردم بتوانند از قرضه ها مستفید شوند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د پخوانیو روږدو د ملاتړ او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه وزې وېشل کېږي 

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت مسلکي ډاکټران، ډاکټر میرویس او ډاکټر محمد ایوب، د «اکشن. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

سږ کال په هېواد کې له ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنو څخه ډېر غنم تولید شوي 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو د ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له دې ډلې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

بازگشت