د کرنې د پراختيا صندوق د فعاليتونو ارزونه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۴:۲۷
د کرنې د پراختيا صندوق د فعاليتونو ارزونه


۱۴ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۸صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزير مولوی عطاءالله‌عمري د کرنې د پراختيا صندوق(ADF) کړنې وارزول او د چارو د لاښه والي په هکله يې لازمې لارښوونې وکړې.
ددې صندوق د فعاليتونو د ارزونې په غونډه کې دکرنې وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم، د افغانستان د سوداګرۍ خونې دپلاوی رياست سرپرست شفيق الله عطايي او د اسلامي امارت د ماليې وزارت چارواکو شتون درلود.
د کرنې د پراختيا صندوق يو غير دولتي مالي بنسټ دی، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعاليت کوي.
د افغانستان د کرنې د ودې او ښه والي په پار د مالي منځګړو له لارې بزګرانو او د کرنې متشبثينو ته د پورونو چوپړتياوې وړاندې کول ددې صندوق له عمده کړنو څخه شمېرل کېږي.

ارزیابی فعالیت‌های صندوق انکشاف زراعت
۱۴ سنبله ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری فعالیت‌های صندوق انکشاف زراعت(ADF)  را بررسی  نمود. و هدایات لازم را جهت بهبود امور آن صادر نمود.
در جلسه ارزیابی  فعالیت‌های این صندوق مولوی صدراعظم معین مسلکی وزارت زراعت، شفيق الله عطايي سرپرست رياست هيات عامل اتاق تجارت و سرمايه گذاري افغانستان و مسوولانی از وزارت مالیه امارت اسلامی حضور داشتند.
صندوق انکشاف زراعت یک نهاد مالی دولتی غیر‌بانکی بوده که تحت رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری فعالیت می‌کند. ارایه خدمات قرضه‌‌دهی به دهقانان و متشبثان زراعتی از طریق میانجی‌های مالی و قرضه‌‌دهی مستقیم در جهت رشد و بهبود زراعت افغانستان، از کارهای عمده این صندوق به شمار می‌‌رود. ‎

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت