د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې چپرهار کې ۵۲۶ جریبه بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۲:۳۰
د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې چپرهار کې ۵۲۶ جریبه بڼونه جوړ شوي دي

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰
له ۲۰۱۸ ام زېږدیز کال را پدېخوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD)  له خوا د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۵۲۶ جریبه عادې او متراکم بڼونه ۵۲۲ تنه بزګرانو ته جوړ شوي دي، چې اوس په حاصل راغلې او بڼوال ترې ګټه پورته کوي.
په یادو بڼونو کې د املوک، ناک، مالټې، شفتالو، انار، او لیمو نیالګي کېنول شوې، چې ډېری یې اوسمهال په حاصل راغلي دي. دا بڼونه په مسلکي ډول رغول شوي دي او هغو بڼونو سره، چې په دوديزه بڼه رغول شوي دي ډېر توپيرونه لري.
له دغو بڼونو یوتن برخمن بزګر عبدالوهاب دی.
عبدالوهاب د چپرهار ولسوالۍ د زړې ګلدرې کلي یو تن بزګر دی، چې په ۲۰۱۸م کال کې ورته په دوه جریبه ځمکه ۱۳۲د املوکو نیالګي کېنول شوي وو. دی وایي: «زه پنځه جریبه ځمکه لرم، چې مخکې په درو جریبو کې مې کوکنار کرل او له هر جریبه ځمکې نه مې ۵ یا ۶ کیلوتریاک لاسته راوړل. هره کیلو تریاک به په ۵ زره افغانۍ خرڅېدل. له کوکنارو نه مې چې کومې پیسې ترلاسه کیدې، زما د کورنۍ ورځني لګښتونه یې هم نه پوره کول.»
د عبدالوهاب په ټکو د ده، د کورنۍ ټول غړي، لوی او واړه به له سهاره تر ماښامه په خېشاوه، نېش وهلو او د کوکنارو په راټولو بوخت وو. ماشومان له زدکړو او ښونځي لرې پاتې ول. هغه زیاته کړه، دې کار خورا زیات زحمت درلود خو ګټه یې کمه وه.
خو کله چې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا عبدالوهاب ته په ۲۰۱۸ام کال کې د املوکو بڼ جوړ شو اوس یې ژوند ورسره بدل شوی دی، اوس نه یوازې دا چې، دبڼ ونې یې په حاصل راغلي بلکه دی د ونو د کتارونو ترمنځ واټن کې ډول ډول سابه لکه «پیاز، ګلپی، ګندنه، رومي بانجان او شفتله» هم کري، چې په کال کې درې فصله حاصل ترې اخلي. د کور او څارویو له استفادې سربېره یې په محلې بازار کې هم پلوري، او ښه ګټه ترلاسه کوي.
عبدالوهاب زیاته کړه: «له کله نه مې چې حلال کرکېلي ته مخه کړې کورني اقتصاد مو مخ په ښه کېدو دی. اوس په یوازې سره کولای شم په خپل بڼ کې کار وکړم او ښه عاید ترلاسه کړم. د بڼ له حاصلاتو چې کومې پیسې ترلاسه کوم د کوکنارو په پرتله څو برابره زیاتې دي. د حلال کښت په کرلو سره مې ماشومان له روږدي کېدلو خوندي دي او دوی خپلو زدکړو او تعلیم ته پوره پاملرنه کولای شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه (CBARD)  د شوراګانو د سلا مشورو په بنیاد ولاړه پروژه ده، چې د کوکنارو د کښت او کر د مخنیوي په پار په ننګرهار، فراه او بادغیس ولایتونو کې فعالیت کوي او موخه یې د کروندګرو د اقتصاد پیاوړتیا او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو ورپېژندل دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت