د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ش له هندي او ایراني سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۹
د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ش له هندي او ایراني سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون په څنډه کې د هندوستان او ایران هېوادونو له یو شمېر سوداګرو او پانګه‌والو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغو لیدنو کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګډې پانګونې، د تجربو او معلوماتو د تبادلې، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو، درملو او حیواني سرو، کرنیزو تخمونو د لېږد او د مالدارۍ او بڼوالۍ د برخو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. هندي او ایراني سوداګرو او پانګه‌والو افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د فعالیت او پانګونې لپاره مناسب هېواد وباله او په دغه نندارتون کې یې د ګډون موخه د درېیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او دوستۍ پیاوړتیا، د معلوماتو تبادله، د سوداګریزو قراردادونو لپاره د زمینې برابرول او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له ظرفیتونو او وضعیت سره لا زیاته بلدتیا وبلله. 
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې لپاره د زمینې پر برابرېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت چمتو دی چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. په دغو لیدنو کې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي‌رضا بیکدلي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان‌محمد فروتن، او د کرنې او مالدارۍ سکتور یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو هم ګډون کړی و. 
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له لوري د زنري میاشتې له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې د کابل په چمن حضوري کې د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوی دی، چې د ایران، روسیې، ترکیې او هندوستان هېوادونو سوداګر او پانګه‌وال پکې ګډون لري.


دیدار معین زراعت و مالداری با تاجران و سرمایه‌گذاران هند و ایران در نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری
۲۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در حاشیه نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری افغانستان با شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران کشورهای هندوستان و ایران دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدارها، دو طرف درباره سرمایه‌گذاری مشترک در بخش‌های زراعت و مالداری، تبادل تجارب و اطلاعات، انتقال وسایل و ماشین‌آلات زراعتی، ادویه و کودهای حیوانی، تخم‌های زراعتی و توسعه بخش‌های مالداری و باغداری گفت‌وگو کردند.
تاجران و سرمایه‌گذاران هندی و ایرانی، افغانستان را کشوری مناسب برای فعالیت و سرمایه‌گذاری در بخش‌های زراعت و مالداری دانسته و هدف از حضورشان در این نمایشگاه را تقویت روابط و دوستی میان سه کشور، تبادل اطلاعات، ایجاد زمینه برای قراردادهای تجارتی و آشنایی بیشتر با ظرفیت‌ها و وضعیت زراعت و مالداری افغانستان عنوان کردند.
معین زراعت و مالداری با تأکید بر فراهم‌بودن زمینه برای فعالیت‌های اقتصادی و سرمایه‌گذاری در کشور گفت که وزارت زراعت آماده است برای سرمایه‌گذاران در بخش‌های زراعت و مالداری سهولت‌های لازم را فراهم کند.
در این دیدارها، علی‌رضا بیکدلی، سفیر جمهوری اسلامی ایران در افغانستان، خان‌محمد فروتن، رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان، و شماری از رؤسا و مشاوران سکتور زراعت و مالداری نیز حضور داشتند.
نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری افغانستان از سوی اتاق زراعت و مالداری افغانستان از ۲۰ تا ۲۵ اسد در مرکز نمایشگاه‌های بین‌المللی در چمن حضوری کابل برگزار شده است و در آن تاجران و سرمایه‌گذاران کشورهای ایران، روسیه، ترکیه و هندوستان حضور دارند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د لوی چکډېم پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لوی چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د سي‌آراس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د «سي‌آراس». . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۸
Background image

د بامیانو په ولایت کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره دکرنې او مالدارۍ سکټور د سمون ریاست له‌خوا د بامیانو ولایت دمرکز په ګډون. . .

بازگشت