د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نه آنلوس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۱۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نه آنلوس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

ا لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د نه آنلوس مؤسسې اجرائیوي رییس سوسانا فیوریتی،  د موسسی مرستیال فیضان احمد کاکړ، او د پروژې له مسوول عبدالمالک قریشي سره وکتل.
مولوي صدر اعظم عثماني د نه آنلس موسسی د کړنو قدرداني وکړه او ويې ويل: «کومې پروژې چې په هېواد کې فعاليت کوي بايد روڼتیا او اغېزمنتوب په پام کې ونيسي، په صادقانه توګه دې فعالیت وکړي، روښانه موخې ولري او د چرګانو د فارمونو او کورنیو بڼونو مسوولينو ته تخنيکي معلومات ورکړي.»
همدارنګه د انلوس موسسی مسوولینو د کابل او کاپیسا په ولایتونو کې د خپلو نویو فعالیتونو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د ۲۴۰ زره یورو په لګښت به ۲۰۰ کورنیو ته د چرګانو د فارمونو او د کورنیو بڼونو په برخه کې به معلومات وړاندې کړي. دوی د کرنې وزارت له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت له لوري ورسره د هر اړخیزې همکارس ژمنه وشوه.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسئولان موسسه نه آنلوس
۱ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سوسانا فیوریتی مسئول اجراییوی، فیضان احمد کاکر معاون و  عبدالمالک قریشی مسئول پروژه موسسه نه انالوس دیدار کرد.
مولوی صدر اعظم عثمانی از کارکردهای موسسه نه آنلوس قدردانی نموده و گفت: "پروژه‌هایی که در کشور فعالیت می‌کنند باید شفافیت و مؤثریت را در نظر بگیرند، به شکل صادقانه فعالیت کنند، هدفشان مشخص باشد و به  مسوولان فارم‌های مرغداری و باغچه‌های خانگی اطلاعات تخنیکی ارائه دهند."
همچنین مسئولان موسسه نه آنلوس از فعالیت جدید خود در ولایت کابل و کاپیسا خبر داده و اعلام کردند که به هزینه ۲۴۰هزار  یورو برای ۲۰۰ خانواده در بخش‌های فارم‌های مرغداری و باغچه‌های خانگی اطلاعات فراهم خواهند کرد. آنها از رهبری وزارت خواستار همکاری شدند که از سوی وزارت  زراعت وعده همکاری برایشان سپرده شد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت