د کرنې او مالدارۍ مرستیال د طبیعي ښکلا د عطرو او چایو تولیدي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۵۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د طبیعي ښکلا د عطرو او چایو تولیدي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د طبیعي ښکلا د عطرو او چایو تولیدي شرکت له مسؤلینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د عطري او چایو محصولاتو د تولید، اړینو آسانتیاوو او د دې صنعت د ملاتړ پر لارو چارو خبرې او نظریات تبادله شول. کرنې او مالدارۍ مرستیال ډاډ ورکړ چې وزارت به د دې صنعت د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.
د یاد شرکت مسؤلینو په دې لیدنه کې څرګنده کړه، چې دوی د ننګرهار ولایت د ګلابو او نارنج ګلونو څخه استفاده کوي او له همدې لارې څو ډوله عطري محصولات او له لسو ډېر ډولونه چای تولیدوي. هغوی زیاته کړه، چې هڅه کوي خپل محصولات نړۍوالو بازارونو ته صادر کړي او د کرنې وزارت په همکارۍ یوه ستره تولیدي فابریکه هم جوړه کړي.
په پای کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې شرکت له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ځمکې اجارې، تخنیکي همکارۍ او اسلامي پورونو د برابرولو په برخو کې به له دې شرکت سره لازم ملاتړ وشي، ترڅو د دوی فعالیتونه لا پیاوړي او پراخ شي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان شرکت تولید عطر و چای ښکلا طبیعی
۶ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسوولان شرکت تولید عطر و چای ښکلا طبیعی در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار درباره تولید محصولات عطری و چای، سهولت‌های مورد نیاز و زمینه‌های حمایت از این صنعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت. معین زراعت و مالداری اطمینان داد که وزارت در راستای حمایت و توسعه این صنعت همکاری‌های لازم را انجام خواهد داد.
مسوولان شرکت یادشده در این دیدار گفتند که با استفاده از گل‌های گلاب و نارنج ولایت ننگرهار، چندین نوع عطر و بیش از ده نوع چای تولید می‌کنند. آنان افزودند که در تلاش‌اند محصولات خود را به بازارهای خارجی صادر کرده و با همکاری وزارت زراعت، یک کارخانه بزرگ تولیدی نیز تأسیس نمایند.
در پایان، معین زراعت و مالداری از تلاش‌های این شرکت قدردانی کرده و تأکید کرد که در زمینه‌هایی چون اجاره زمین، همکاری‌های تخنیکی و ارائه قرضه به شیوه اسلامی، از این شرکت حمایت خواهد شد تا فعالیت‌های آن رونق بیشتر پیدا کند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت