د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په پار انلاین خبرې اترې وکړې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۳
گفت‌وگوی آنلاین معین زراعت و مالداری با معاون وزیر زراعت اوزبیکستان درباره گسترش همکاری‌های زراعتی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د دواړو لورو له متخصصینو سره د انلاین ناستې له لارې وکتل او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ یې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې ازبیکستان ته د افغانستان د غوښې پر صادراتو، د پنبې د کرکېلې لپاره د ځمکو پر برابرولو، په فاریاب ولایت کې د بڼونو پر جوړولو، د ازبیکستاني سوداګرو له خوا د بامیانو د کچالو پر پېرلو، په بلخ ولایت کې د کرنیزو تخمونو د تولید او څېړنې د مرکز پر جوړولو او د کرنې وزارت د متخصصینو د ظرفیت لوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې له پانګونې ملاتړ کوي او د نافذه اصولو او قوانینو په چوکاټ کې پانګوالو ته د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. نوموړي همداراز له ازبیکستاني لوري وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان باکیفیته کرنیز محصولات وپېري. هغه د اړتیا او غوښتنې سره سم پر وارداتي سرو د لازمو ازموینو پر ترسره کولو هم ټینګار وکړ.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال څرګنده کړه، چې د کرنیزو تخمونو د تولید د مرکز جوړولو، د بڼونو جوړول، د پنبې کرکېلې او د متخصصینو د ظرفیت لوړولو اړوند پروګرامونه باید د افغانستان اسلامي امارت له حکومت سره په همغږۍ پلي شي.
په همدې حال کې د ازبیکستان د کرنې وزارت مرستیال جمشید عبدوذوکروف، د متخصصینو د ظرفیت لوړولو، د پنبې کرکېلې، د نورو کرنیزو محصولاتو د تولید او د بڼونو د جوړولو په برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
نوموړي همداراز وویل، چې ازبیکستاني سوداګر چمتو دي، څو د افغانستان باکیفیته غوښه او د بامیانو کچالو وپېري.
دغه ناسته د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ اړیکو د پراختیا، د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د ګډې پانګونې د هڅونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخصصي تجربو د تبادلې په موخه ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۷
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ازبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په پار انلاین خبرې اترې وکړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او د دواړو لورو له متخصصینو سره د انلاین ناستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۲
Background image

لغمان کې ۳۵ بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، ۳۵ تنو بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه. . .

بازگشت