د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «سلام» خیریه بنسټ، «اوټېډ» مؤسسې له مسوولینو او د اروپا د پارلمان له ستر سلاکار سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «سلام» خیریه بنسټ، «اوټېډ» مؤسسې له مسوولینو او د اروپا د پارلمان له ستر سلاکار سره وکتل

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د «سلام» خیریه بنسټ له مشرې مېرمن سیمونا فرناندز، په افغانستان کې د «اوټېډ» مؤسسې له مشر ډاکټر حیات الله عتید، د اروپا د پارلمان ستر سلاکار ایوانوف کونسټانټین او د هېوادونو د اړیکو په څانګه کې د اروپا پارلمان سلاکار او منځګړی بسم حتاحت سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په دې کتنه کې وویل: «د امیرالمومنین حفظ الله له خوا د کوکنارو د کښت د منعې له اعلان سره سم د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه ختم شوی دی، خو زموږ احصایې ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی. دا یو داسې اقدام دی، چې د افغانستان او نړۍ دواړو لپاره ارزښتناک دی.»
د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړه: «د زعفرانو زیاتوالی، د کیفیت له پلوه په سیمه او نړۍ کې د افغان زعفرانو لومړی مقام ترلاسه کول او په ملي او نړۍوال بازار کې د زعفرانو ښه بیه بې ساري ده، چې لا زیات کار او ملاتړ ته اړتیا لري.»
د مولوي صدراعظم عثماني په خبره  په ۲۰ کلونو کې د امریکا په راتګ سره په هېواد کې شاوخوا څلور میلیونه کسان روږدي شوي ؤ، چې د اسلامي امارت له خوا یې درملنه وشوه، هغه پروژې چې پخوا پلې شوې وې بنسټیزې نه دي او یوازې د خلکو په سترګو کې خاوره شیندل شوي.»
د«سلام» خیریه بنسټ مشرې مېرمن سیمونا فرناندز چې بیسټ یې د ایټالیا هېواد له خوا ملاتړ کېږي، د کرنې وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل: «سلام هغه بنسټ دی، چې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او یو له مهمو برخو څخه یې کرنه ده،، موږ غواړو چې خپل فعالیتونه بیا پیل او د خلکو لاسنیوی وکړو. خپل لومړیتوب بیان او اړین لارښوونې وکړئ، سلام د خدای نوم دی، موږ د خدای په نوم هیڅ غلط کار نه کوو.»
د هېوادونو د اړیکو په برخه کې د اروپایي پارلمان سلاکار باسم حتاحت له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت په ښو اړیکو باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: «افغانستان یوازینی هېواد دی، چې استعمار نه مني، تاسو هم له ټولو هېوادونو سره تعامل وکړئ او د خپل هېواد ابادولو ته لا ډېر تمرکز وکړئ، د قانون له مخې هیڅ شخص او هیڅ هېواد تر بل لوړ نه دی، اړیکې، امنیت او ملاتړ د افغانانو حق دی».
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري هڅه کوي، چې د ملي او نړۍوالو بنسټونو او مؤسسو د همکارۍ په جلبولو سره د خلکو په ځانګړي ډول کروندګرو او مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان بنیاد خیریه «سلام»، موسسه «اوتید» و مشاور ارشد پارلمان اروپا
۱۴ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با خانم سیمونا فرناندیز رییس بنیاد خیریه «سلام»، دوکتور حیات الله عتید رییس موسسه «اوتید» در افغانستان، ایوانوف کونستانتین مشاور ارشد پارلمان اروپا و باسم حتاحت مشاور پارلمان اروپا در بخش روابط کشورها و میانجی دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« هم‌زمان با منع کشت کوکنار توسط امیرالمومنین کشت کوکنار نظر به آمار ملل متحد ۹۵ درصد ختم شده است اما آمار ما نشان می‌دهد که کاشت کوکنار در افغانستان به صفر رسیده است، این یک اقدامی است که هم برای افغانستان و هم برای جهان ارزشمند است.»
معین زراعت و مالداری افزود: «افزایش زعفران، به‌دست آوردن مقام اول زعفران افغانستان از لحاظ کیفیت در سطح منطقه و جهان و قیمت خوب زعفران در بازار ملی و بین‌المللی بی‌پیشینه بوده که نیاز به کار بیشتر و حمایت دارد.»
به گفته مولوی صدراعظم عثمانی، در ۲۰ سال، با آمدن امریکا نزدیک به چهار میلیون نفر در کشور معتاد شده که توسط امارت اسلامی درمان شده است، پروژه‌های که قبلا تطبیق شده بنیادی نبوده و تنها خاک به چشم مردم زده شده است.
خانم سیمونا فرناندیز رییس بنیاد خیریه «سلام» که از کشور ایتالیا حمایت می‌شود در دیدار با مقام وزارت زراعت گفت:« سلام یک بنیاد است که در بخش‌های مختلف کار می‌کند و یکی از بخش‌های عمده آن زراعت است، ما می‌خواهیم دوباره فعالیت خود را آغاز کنیم و دستگیر مردم باشیم، اولویت تان را گفته و رهنمایی لازم را نمایید، سلام نام خداوند است ما به نام خداوند خلاف کاری نمی‌کنیم»
باسم حتاحت مشاور پارلمان اروپا در بخش روابط کشورها ضمن تاکید بر روابط خوب امارت اسلامی با سایر کشورها گفت:« افغانستان یگانه کشوری است که استعمار را نمی‌پذیرد، شما نیز با تمام کشورها تعامل داشته باشید و به آبادی کشور خود تمرکز نمایید، از لحاظ قانون هیچ انسان و هیچ کشور از یک دیگر برتر نیستند، داشتن روابط، امنیت و حمایت حق افغان‌ها است.»
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌نماید با جلب همکاری نهادها و موسسات ملی و بین‌المللی زمینه سازی خدمت برای مردم به‌خصوص دهاقین و مالداران را مهیا نماید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

بازگشت